غور کې پېغله او زلمی د 'زنا' په تور په دُرو وهل شوي

د انځور حقوق

د افغانستان په مرکزي غور وولایت کې یوه ځوانه نجلۍ او یو تنکی زلمی د 'زنا' په تور په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.

پر دغو دوو تنو د حکم د عملي کېدو وېډیوګانې هم رسنیو ته رسېدلې دي.

دغه دوه ځوانان چې د غور د مرکز اوسېدونکي دي، دواړه مجرد دي او د ۲۱ او ۲۲ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

دوی نژدې دوې اونۍ وړاندې د زنا په تور نیول شوي وو او د چاروکو په وینا څلور ځلې یې هم اعتراف کړی.

پر دوی د سلو دُرو د وهلو د جزاء حکم په عام محضر کې عملي شوی.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي‎، دغه حکم د شریعت او د افغانستان د جزاء د قانون په رڼا کې عملي شوی دي:

''دوی د قاضیانو او د خپل مدافع وکیل پروړاندې په څلورو قضايي ناستو کې خپله ګناه ومنله، نو د النور سورت د دویم آیت پربنسټ، او د اساسي قانون د ۳۰ او د جزاء د قانون د دویمې مادې له مخې، دوی په سلو درو سزاوار شول. د استیناف محکمې د رئیس، د علماوو او د ولایتي شوراګانو د مشرانو په مخ کې یې سزا پلې شوه.''

په هغو وېډیوګانو کې چې د دې حکم د اجراء کېدو پرمهال اخیستل شوې، قاضي وایي، دغو ځوانانو څو ځلې اعتراف کړی، خو د دوی د اعتراف د اخیستلو څرنګوالی پکې نه ښکاري.

د شرعي احکامو او حدودو عملي کول ځانګړي شرایط لري، په ځانګړی توګه د ګواهۍ او اعتراف مساله – هغه دوې مسالې چې د غور د وروستۍ پېښې په وېډیوګانو کې یوازې ورته اشاره شوې ده.

ورته مطالب