په هرات کې ۲۵ نجونې "مسمومې" شوې

Image caption په روان کال کې په هرات کې دا څلورم ځل دی چې د ښوونځې نجونې مسمومې کېږي

د هرات ولايت دفتر په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولايت په "حبيب مصطفی" ښوونځي کې ۲۵ نجونې مسمومې شوې دي.

چارواکي وايي تر اوسه د پېښې اصلي لامل معلوم نه دی خو وايي په اړه يې څېړنه پيل کړې ده.

د پوهنې وزارت په هرات کې له امنيتي چارواکو او د وزارت له مسولينو غوښتي چې دغه پېښه په دقيق ډول وڅېړي.

په روانه اوونۍ کې دا په دغه ښوونځي او هرات ولايت کې د نجونو د مسموموالي دوهمه پېښه ده.

تېره اوونۍ هم په دې ښوونځي کې ۵۰ نجونې مسمومې شوې وې.

ويل شوي وو چې دغه ښوونځي ته نژدې د خښتو بټۍ وه چې د ډبرو له سکرو څخه د سون د موادو په توګه کار اخلي او کېدای شي له همدې امله نجونې مسمومې شوې وي.

په روان کال کې په هرات کې دا څلورم ځل دی چې د ښوونځې نجونې مسمومې کېږي.

په تېرو څو کلونو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په نورو ولايتونو تخار، کاپيسا، غزني او باميانو کې دا ډول پېښې رامنځ ته شوي دي.

ورته مطالب