افغانستان د اندازه کولو نړیوال یا مټریک سیسټم پلی کول غواړي

Image caption پر ولایتونو سربېره په پلازمینه کابل کې هم پلورونکي په خپل لاس جوړ کړي تېږې په تله کې کاروي. دې وزنونو خلکو ته ډېر سرخوږی جوړ کړی.

افغانستان کې د اندازه کولو نړیوال یا مټریک سیسټم د پلې کېدو لپاره اړونده ادارو هڅې پیل کړي دي. د افغانستان د ستندرد ملي اداره (انسا) وایي چې د مټرولوژۍ یا اوزان او مقیاسو د قانون مسوده جوړه کړې او څو ورځو کې به يې د رسمي پړاوونو وهلو لپاره عدلیې وزارت واستوي.

ددې قانون په تصویب سره افغانستان له کارېدونکو دودیزو واحدونو سره مخه ښه کوي او په رسمي ډول به د وزن، حجم، اوږدوالي، حرارت، فشار او برېښنا د اندازه کولو لپاره نړیوال نورمونه وکاروي.

اقتصادپوهان وایي، ددې لپاره چې افغانستان له نړیوال کاروانه وروسته پاتې نشي، د مټریک سیسټم پلې کول یې بنسټیزه اړتیا ده.

نصرت صمیمي له کابله په خپل رپوټ کې کاږي چې اوسمهال په افغانستان کې د اندازه کولو واحد سیستم نشته او له کبله یې ډېر کله خلک اوږدوالي، پراخوالي او په تېره بیا د وزن اندازه کولو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

افغانستان کې لومړی ځل په ۱۳۴۵ کال کې مټریک سیسټم دود شو او له کیلوګرام او متر څخه د وزن او اوږدوالي د اندازه کولو لپاره کال واخستل شو؛ خو کورنیو جګړو د نورو ناخوالو ترڅنګ دا هېواد د اوزانو په برخه کې له نړیوال کاروان څخه شاته پاتې کړ.

که څه هم اوسمهال د ښاروالیو قانون د مټریک سیسټم وړاندیز کوي، خو لا هم په افغانستان کې له څو لویو ښارونو پرته چې په نسبي ډول پکې کیلوګرام کارېږي، نورو ولایتونو کې خلک په پراخه کچه له دودیزو واحدونو ګټه اخلي.

خورد، پاو، چارک، نیم چارک، سیر، من، خروار، جریب، زراع، ګز، وار او داسې نور هغه دودیز واحدونه دي چې افغانستان کې پرې وزن، پراخوالی او اوږدوالی اندازه کېږي. ددې واحدونو اندازه ان له یوې سیمې تر بلې توپیر لري.

د بېلګې په توګه د کابل من ۷ کیلوګرامه، د مزار ۱۴ او د کندهار نږدې څلور نیم کیلوګرامه دی.

خو د افغانستان حکومت ددې ستونزې پایته رسولو ته مټې رانغاړلي دي. د افغانستان د ستندرد ملي اداره وایي چې د مټرولوژۍ یا اوزان او مقیاسو د قانون مسوده جوړه کړې او عدلیې وزارت ته یې استولې ده.

ددې ادارې مشر مجیب الرحمن خطیر بی بی سی ته وویل، عدلیې وزارت ددې قانون مسوده د ۱۳۹۴ کال په کاري پلان کې شامل کړی او دوی هیله من دي چې پر قانون د بدلېدو لپاره به ډېر ژر خپل ټول قانوني پړاوونه ووهي.

"دا اسانه کار نه دی. دا ډېر وخت اخلي چې موږ په هر کلي او په هر ښار کې دا ستندرد اوزان تطبیق کړو او یو واحد سیستم معرفي کړو. موږ ورته کارونه شروع کړي دي، د قانون مسوده هم جوړه شوې، لابراتوار هم اخستل شوی. ان شا‌ء الله په نژدې راتلونکې کې به تاسې په لومړي ځل په کابل کې شاهد واوسئ چې د وزنونو د کنترول په برخه کې کارونه شروع شي، دغه فعالیتونه به د پلان مطابق په ټول هېواد کې توسعه پیدا کړي."

د انځور حقوق
Image caption په وروستیو کې د افغانستان ښارونو په ځینو خرڅلااو ځایونو کې برېښنايي تلې هم دود شوې دي

د خطیر په وینا د حقوقي مټرولوژۍ قانون کې د وزن ترڅنګ د اوږدوالی، حجم، حرارت، فشار او برېښنا لپاره نړیوال معیارونه شامل دي او دوی په پام کې لري د پلې کولو چارې یې له کابله پیل کړي.

که څه هم افغانستان په عمده ډول راکړه ورکړه د مټریک سیستم له مخې کېږي، خو په کور دننه پرچون راکړه ورکړه کې په پراخه کچه دودیز واحدونه کارېږي.

د درغلۍ مخه نیول

اقتصادپوهان وایي، ددې لپاره چې افغانستان له نړیوال کاروانه وروسته پاتې نشي، د مټریک سیسټم پلې کول یې بنسټیزه اړتیا ده.

د کابل پوهنتون استاد سید سعود وایي، د مټریک پلې کېدل که له یوې خوا اسانتیا رامنځته کوي او موږ له نړۍ سره نښلوي، بل لور ته راکړه ورکړه کې د درغلۍ مخه نیسي.

"کله چې قانون جوړېږی ټول خلک مکلف کوي ترڅو خپلې راکړې ورکړې په مټریک وکړي، له دې پرته د منلو وړ نه دي. دا په نهایت کې د افغانستان د هر وګړي قانوني مکلفیت ګرځي او اسانتیا هم رامنځته کوي. برسېره پردې مټریک موږ له نړۍ سره نښلوي او زموږ د سوداګرۍ نیمګړتیا رفع کوي او هغه تشه ډکوي چې موږ یې سیمه ییزه او نړیواله سوداګرۍ کې لرو. دې سره د نړي له نیوکو هم خلاصېږو."

بله ستونزه دا ده چې د وزن دودیز واحدونه د کیلو په څېر ځانګړی تېږه نه لري. پر ولایتونو سربېره په پلازمینه کابل کې هم پلورونکي په خپل لاس جوړ کړي تېږې په تله کې کاروي. دې وزنونو خلکو ته ډېر سرخوږی جوړ کړی.

د کابل اوسېدونکی احمد فهیم، وایي د سودا اخستو پرمهال د توکو پر وزن ډاډه نه وي او یوازې پر دیني باور تکیه کوي چې پلورونکي به په تله کې انصاف کړی وي. خو دا ضمانت هم نشته چې ټول پلورونکي دې دیني ارزښتونو ته ژمن وي.

"احمد فهیم. واقعاً سړی چې څه اخلي نه پوهېږي چې دا رښتیا هم څومره دی. یوه تېږه درته په تله کې ږدي وایي دا یو من دی. خو کیلو داسې یو شی دی چې په خپلو سترګو یې ګورې.. یو کیلو، دوه کیلو، درې کیلو، اووه کیلو هرڅومره چې اخلې زړه دې ډاډ وي چې پیسې دې ورکړې او د خپلو پیسو په اندازه دې مال ترلاسه کړ."

داسې نمونې ډېرې دي چې کله هم په لوی لاس او ځېنې وختونه په ناپامۍ سره پلورونکي، رانیوونکو ته په وزن برابر توکي نه ورکوي. په دې اړه به د کابل فروشګاه کې له یوه سبزي پلورونکي واورو.

"امید یم فروشګاه کې سبزي خرڅوم. نن دلته له یوه پلورونکي تله کې تېروتنه کړې وه، اخستونکي خپله سودا بېرته راوړه، فکر یې کاوه چې پلورونکي کم ورکړي. خو رښتیا دا چې تیږه له تلې لوېدلې وه. نو سړی بېرته راغی نږدې وو جګړه وکړي. خو دوکاندار ورته وویل چې لاسي مې کم نه دي درکړي، تېروتنه شوې. سودا یې ورپوره کړه، سړی لاړ."

بلخوا د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم رییس خیر محمد صفدري وایي چې دوی په دوامداره توګه د کابل له دوکانونو غیرمعیاري تېږې ټولوي او کاروونکي یې جریمه کوي. هغه وویل د ښاروالۍ د لایحې له مخې ټول خرڅوونکي اړ دي کیلوګرام وکاروي.

صفدري نه مني چې ګنې کابل کې دې له کیلوګرام پرته پر نورو وزنونو راکړه ورکړه وشي، خو بیا وایي چې ددوی کارکوونکي له قانونه سرغړوونکي جریمه کوي.

عام خلک دودیز سیسټم ته د یوه مجبوریت په سترګه ګوري چې له کلونو کلونو ورپاتې دی، نژدې ټولو سیمو کې کارېږي او دوی هم اړ دي ځان ورسره برابر کړي.