کندوز کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

د انځور حقوق

د افغانستان په شمالي کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو ۱۲ غړي وژل شوي. په وژل شویو کې د دوی دوه مشران او یو بهرنی وګړی دی.

د کندوز ولایت د پولیسو مشر محمد قسیم جنګل باغ وايي، د دغه ولایت په شوره خاک سیمه کې تېره ورځ د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې ۴ وسله وال د یوه ازبکستاني وګړي په ګډون وژل شوي دي.

په دغه پېښه کې یو وسله وال ټپي شوی چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

ښاغلي جنګل باغ دا هم وویل، چې د کندز د خان اباد ولسوالۍ په اقتاش سیمه کې د یوې بلې نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ وسله وال وژل شوي.

د نوموړي په وینا، په وژل شویو کسانو کې د ملا عبدالرحیم او ملا احمد شاه په نومونو دوه مشهور وسله وال طالبان هم دي.

د کندوز د پولیسو مشر وايي، په دغو نښتو کې دوه پولیس سرتېري ټپیان شوي او یو ولسي وګړی وژل شوی دی.

د دغو پېښو په اړه طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د غزني چاودنه

د غزني اندړو ولسوالۍ عبدالرحیم په سیمه کې نن سهار (سپتمبر ۲) یوه ریکشا په ماین ختلې ده.

د اندړو ولسوال قاسم دیسیوال وايي، په دغې چاودنه کې یو کس وژل شوی ۶ ښځې او یو نارینه ټپیان شوي دي.

دوی ټول د یوې کورنۍ او سره نژدې خپلوان وو.

خو د والي ویاند ننګ ساپی بیا وايي، ۴ ښځې ټپیانې او یو کس مړ دی.

هغه وايي، د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د ښاغلي ننګ په وینا، ماین د دولت وسله والو مخالفینو له لوري ځای پرځای شوی و او د دولت مخالفینو ددغې ولسوالۍ او نورو ولسوالیو په زیارترو لارو کې ماینونه خښ کړي.

تر اوسه ددې پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

د اندړو ولسوالۍ کې زیاتره وخت نښتې او ماین چاودنې ولسي وګړو ته ځاني او مالي زیان اړوي.

ورته مطالب