د 'ریکا' کابل ناستې ډېر دوستان او پخواني رقیبان سره راټول کړي

د انځور حقوق AP
Image caption حکمت خلیل کرزی: ''له تېرو ناستو سره د ریکا شپږمې توپیر دا دی چې دا ځل موږ په سیمه کې له تخنیکي او سیاسي پلوه، د اقتصادي پروژو پروړاندې پر ننګونو او فرصتونو پوره خبر یو''

ریکا یا د افغانستان لپاره د سیمې ییزو همکاریو شپږم کنفرانس نن په کابل کې پیل شو. په دې کنفرانس کې د ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو چارواکي او استازي برخه لري.

د کنفرانس هدف د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا ده.

کابل کې زموږ همکار نصرت صمیمي پخپل راپور کې وايي، د ریکا شپږمې ناستې ډېر دوستان او پخواني رقیبان سره راټول کړي. خبره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ده.

د هند او پاکستان استازي هم د ناستې ګډونوال دي، هغه هېوادونه چې د ډېرو په باور په افغانستان کې پر سیاسي او اقتصادي فرصتونو سره سیالي کوي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي، ریکا د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا موکه ده ترڅو له دې لارې سیمې ته اقتصادي او سیاسي ثبات راشي.

حکمت خلیل کرزي په خپله پرانستونکې وینا کې وویل: ''له تېرو ناستو سره د ریکا شپږمې توپیر دا دی چې دا ځل موږ په سیمه کې له تخنیکي او سیاسي پلوه، د اقتصادي پروژو پروړاندې پر ننګونو او فرصتونو پوره خبر یو.

Image caption د ریکا دا ځل ناسته د افغان چارواکو په خبره پر شته ننګونې او د پروژو د پلې کولو پر عملي لارو چارو تمرکز کېږي.

تاسو پوهېږئ چې ریکا اوس یوازې پر افغانستان راټوله نه ده، بلکې پر ټولې سیمې څرخېږي. د پانګوني له اړخه اوس پروژې لږې او آسانه دي، د سیمې د هېوادونو ګډو ګټو ته به کتو د بریالیتوب چانس یې ډېر دی. خو بیا هم زموږ به وړاندې په سیمه ییزه او نړیواله کچه جدي ننګوني او فرصتونه شته. خو ددې ټولو نوښتونو د پلي کولو لپاره تر ریکا شپږ ښه فرصت نشو لرلی.''

ښاغلي کرزي وویل، د سیمې د پرمختګ یواځنۍ لاره د ګډو ګامونه پورته کول دي او له همدې امله افغانستان پر داسې لارو چارو ټینګار کوي چې د ټولې سیمې په ګټه وي.

د ریکا ناستې ګډونوال د ایران پر چابهار بندر، انرژۍ، طبیعي زیرمو او د اورګاډي پټلۍ پر جوړولو خبرې کوي. یوه پټلۍ یې چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران سره نښلوي او بل یې له تاجکستان څخه د افغانستان له لارې ترکمنستان ته غځېږي.

کابل د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د جلبولو لپاره د ریکا ناسته مهمه بولی. کارپوهان هم په دې باور دي چې ریکا د افغانستان ټکني اقتصاد د پیاوړتیا لاره ده. د کابل پوهنتون استاد سید مسعود وایي، په داسې وخت کې چې بهرنۍ مرستې کمې شوي ریکا ډېر اهمیت لري.

د انځور حقوق AP
Image caption دا دوه ورځنۍ ناسته د شنبې په وځ پای ته رسېږي.

له اقتصادي پلوه ریکا د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده. تاسو پوهېږئ چې په ریکا ناسته کې پر ډېرو اقتصادي مسایلو خبرې کېږي چې د افغانستان له اقتصاد پراختیا سره مرسته کوي په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې بهرني پوځیان وتلي او مرستې کمې شوي. زه فکر کوم چې له اقتصادي او سیاسي او آن ټولنیز باور له اړخه ریکا مهمه ده.

د ریکا ناستې لپاره په کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي. امنيتي ځواکونو د بهرنیو میلمنو د امنیت لپاره د ښار ځېنې سړکونه هم تړلي دي.

افغانستان په ۲۰۰۵ کال کې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په هدف د ریکا یا افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس رامنځته کړ.

په تېره نژدې یوه لسیزه کې ریکا پنځه ناستې وکړې، په سیمه کې پر لویو او وړو اقتصادي پروژو پکې بحث او پرېکړې وشوې، خو د منتقدینو په باور تر ډېره د کاغذ پر مخ پاتې دي.

Image caption په تېره نژدې یوه لسیزه کې ریکا پنځه ناستې وکړې، په سیمه کې پر لویو او وړو اقتصادي پروژو پکې بحث او پرېکړې وشوې، خو د منتقدینو په باور تر ډېره د کاغذ پر مخ پاتې دي.

خو د افغان چارواکو په خبره دا ځل پر شته ننګونې او د پروژو د پلې کولو پر عملي لارو چارو تمرکز کېږي.

دا دوه ورځنۍ ناسته د شنبې په وځ پای ته رسېږي.

ورته مطالب