افغان پانګوال: اداري فساد او ناامني د کورني تولید مخه نیسي

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان پانګوال وايي، اداري فساد، ناامني، بیروکراسي او د تعرفې لوړوالی د پانګونې او کورني تولید پر وړاندې لوی خنډونه جوړوي.

د افغانستان سوېل ختیځو ولایتونو قومي مشرانو او پانګوالو، افغان پانګوالو حکومت له پانګوالو سره په نه ملاتړ تورن کړ.

پانګوالو په هغه کنفرانس کې چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت لخوا د صنایعو د ملاتړ، فرصتونو، ستونزو او حللارو په نامه په کابل کي جوړ شوي وو، وغوښتل چې دوی ته نورې اسانتیاوې رامځته کړي.

افغان پانګوال وايي، اداري فساد، ناامني، بیروکراسي او د تعرفې لوړوالی د پانګونې او کورني تولید پر وړاندې لوی خنډونه جوړوي.

د افغانستان د صنایعو د ملاتړ ملي کنفرانس کې دوی وغوښتل، چې په ناقانونه توګه او قاچاقي ډول له ګاونډیو هېوادونو توکي واردېدل، د صنعتي او کرنیز بانک نه شتون، د سړو ساتنځایونو کمښت او مسلکي کسانو نه شتون هغه نورې ستونزي دي، چې کورني تولیدات ودې ته نه پرېږدي.

په کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي له چارواکو وغوښتل، چې اوسنی حکومت دې له پانګوالو سره د تېر حکومت چلند نه کوي.

د انځور حقوق epa

ښاغلي الکوزي له ماليه وزارته هم وغوښتل چې پخپلسرې ډول دې تعرفه نه لوړوي او خصوصي سکتور باید د یوه مرکز لخوا مخته یووړل شي:

''دولت د دې پر ځای چې خپل مکلفیت پر ځای کړي په پانګوالو پسې دي او يو نه یو ډول ځوروي، پر هر شي مالیه اخلي، مالیه لوړوي. بې وهلو او ټکولو بل کار نه لري. د سوداګرو او پانګوالو ټوله پالیسي د ټکس څخه نیولې تر نور شیانو پورې باید د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته وسپارل شي. او د اساسي قانون پربنسټ د سوداګرو او پانګوالو رهبري باید د سوداګرۍ وزارت پرغاړه وي، نه د نورو وزارتونو پر غاړه.''

په کنفرانس کې د کوچنیو سوداګریو د بورډ مشر حاجي اغا په ماليې وزارت تور پورې کړ، چې د پانګوالو لپاره يې د بیروکراسۍ له لارې خنډونه جوړ کړي:

د انځور حقوق AFP

''ولې بیلانس ته ایله کیږي، موږ څخه دې مخکې مالیه واخلي. له مالیې هغه کسان تښتي چې له دوی سره شریک دي. ارزونه یوه بله موضوع ده چې د یوه کال راهیسې يې سوداګرو ته لوی خنډ جوړ کړی.''

د افغانستان د صنعت کارانو د اتحاديې مشر شیر باز کمین زاده په کنفرانس کې وویل دا دولس کاله يې له حکومته د ځمکې غوښتنه کړې خو په وینا يې دولت همکاري نه کوي.

دا کنفرانس د سوداګرۍ او صنایعو وزارت لخوا جوړ شوی چې پکې د بېلابېلو ولایتونو سوداګرو او پانګوالو ګډول کړی و، کنفرانس په دې خاطر جوړ شوی چي د خصوصي سکتور ستونزې او د کارونو پر وړاندې خنډونه راټول کړي او بیا یې له لوړپوړو چارواکو سره شریک کړي.

د افغان پانګوالو په وینا، دوی په ۱۹ سکتورونو کې په بشپړه توګه او ۲۱ سکتورونو کې په نسبي توګه پر پښو درېدلي.

د انځور حقوق b
Image caption د لوړ پوړو چارواکو په نامه دغه غونډه کې له افغانستان سره پر بشري او امنیتي ژمنو خبرې وشوې.

دا کنفرانس په داسې حال کی جوړیږي چی تېره ورځ افغان حکومت د ۵۲ هېوادونو او نړیوالو سازمانونود لوړ رتبه پلاوي یا ''سام'' په غونډه اعلان وکړ، چې دوی به د خپلې اقتصادي ستراپيژۍ په پلي کولو سره د کرنې، کانونو، زیربیناوو او د سیمې د نښلولو له لارې کورني تولیدات ډېر کړي، چې هدف یې تر ډېره بریده د بهرنیو له مرستو ځان خلاصول او پر خپلو پښو درېدل دي.

ورته مطالب