د ملي اردو ۱۷ سرتېري او د افغان دولت 'لسګونه' مخالفین وژل شوي

د انځور حقوق AP

د افغانستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان دولت ۱۰۳ وسله وال مخالفین او د ملي اردو ۱۷ سرتیري وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري بي بي سي ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ عملیاته د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې پیل شوي.

نوموړي وویل، په دغو عملیات کې ۱۰۳ د افغانستان دولت مخالف وسله وال وژل شوي ۹۷ تنه ټپیان شوي او ۱۰ تنه د افغان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

د ښاغلي وزیري په وینا، د افغانستان هوايي ځواک د دغو عملیاتو په ترڅ کې د ملتیا او جګړې لپاره ۸۵ الوتنې کړې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، ډېری دغه عملیات په ختیځ کونړ، د کابل په سوېلي ګاوندي لوګر، کندهار، هلمند او د هېواد په سوېلي اروزګان کې شوي.

سیمه ییزو چارواکو د تېرې شنبې په ورځ په کونړ ولایت کې ویلي و، طالبانو د شنبې ورځې له ګهیځ راهیسې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې ډله ییز برید پیل کړی.

یوه سیمه ییز چارواکي بي بي سي ته ویلي و، په دغه پېښه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د دغې ډلې د ۸ تنو مړي د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.

نوموړي په دغه پېښه کې د ۱۰ افغان سرتېرو وژنه هم تایید کړه.

د انځور حقوق MoD

ځايي اوسېدونکو ویلي و، په جګړه کې د ولسوالۍ بازار اور اخیستی، ګڼ دوکانونه سوځېدلي او خلکو شتمنیو ته زیان اوښتی، اور هغه وخت ولګېد چې وسلوالو په بازار کې د افغان ځواکونو یوه موټر اور واچاوه.

د چپې درې د پولیسو قومندان وايي لږترلږه پنځه ولسي وګړي د طالبانو له لورې په یوه توغول شوي توغندي کې وژل شوي، چې ددوی پر کور راپرېوتی و.

ورته مطالب