'روڼ حساب ورکول د نړیوالو مرستو د دوام د ژمنتیا لامل ګرځي'

"د لوړ رتبه چارواکو غونډه" د تېرې شنبې په ورځ (سپتمبر ۵) په کابل کي پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې هر کال د دوه اړخیزو همکاریو پړاوونه چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ په ۲۰۱۲ کال جولای کي په توکیو کي ټاکل شوي، څېړل کېږي.

د افغانستان د ماليي وزیر اکلیل حکیمي د دغې غونډې په پای کې اعلان وکړ، چې دواړه خواوې د مرستو له لگولو نه راضي وې او په پام کې ده چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د ۲۰۱۶م کال ترپایه دوام وکړي.

ښاغلي حکیمي د کابل غونډه د افغان حکومت لپاره یو آزمیښت وباله:

"د حکومت د تېرو لسو میاشتو اجرآت موفقانه ارزیابي شول په راتلونکي کال کې د بیلجم په مرکز بروکسل کې یو کنفرانس جوړیږي د هغه په اړه نیوې ژمنې وشوې ګډونوالو هم هغه ژمنې چې کړې وې د هغه اجرات یې موژ ته راښکاره کړل زموږ د قناعت وړ وګرځېدل نو دغه غونډه زموږ لپاره یوه آزموینه وه چې موږ په بریاليتوب ترې ووتو ".

د ملګرو ملتونو ځانکړي استازي نیکولاس هیسم هم په کابل کې د افغان چارواکو رڼه حساب ورکونه د نړیوالو مرستونو د دوام لپاره مهمه و بلله.

هغه وویل، له افغانستان سره به مرستې د ۲۰۱۶ کال تر پایه دوام ولري او د مرسته کوونکو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي به په راتلونکي کال کې یو وار بیا سره را ټول شي او د افغانستان په اړه به نوې ژمنې وکړي.

افغان حکومت هم اعلان وکړ چي د دغو مرستو ترڅنګ به هڅه وکړې چې د خپلې اقتصادي ستراپيژۍ په پلي کولو سره د کرني، کانونو، زېربناوو او د سیمي د نښلولو له لارې داخلي تولیدات ډېر کړي او تر ډېره حده له بهرنیو مرستو ځان خلاص کړي.

د څه باندې پنځوسو هېوادو او ټولنو استازو په کابل کې په دغه غونډه کې برخه واخیسته.

د لوړ پوړو چارواکو په نامه دغه غونډه کې له افغانستان سره پر بشري او امنیتي ژمنو خبرې وشوې.

دغې غونډه کې د افغانستان او نړیوالو مرسته ورکوونکو ترمنځ د هغو ژمنو پرمختګ وڅېړه، چې په ۲۰۱۴ کال کې د لندن په کنفرانس او تر هغه مخکې په ۲۰۱۲ کال کې د توکیو په کنفرانس کې شوې وې.

د دغې غونډې د پرانیستې پرمهال ولسمشر محمد اشرف غني تر ډېره په دولتي ادارو کې پر پرمختګونو او د حکومت پروړاندې پر شته ستونزو او ننګونو خبرې وکړې.

د انځور حقوق UNAMA
Image caption نیکولاس هیسم وویل، له افغانستان سره به مرستې د ۲۰۱۶ کال تر پایه دوام ولري.

ورته مطالب