۱۱ افغان سرتیري او لسګونه مخالف وسله وال وژل شوي

د انځور حقوق MOD

۱۱ افغان سرتیري او لسګونه د دولت مخالف وسله وال وژل شوي

دافغانستان ددفاع وزارت اعلان وکړ، چې د افغانستان د پوځ سرتیرو په عملیاتو کې ۳۷ مخالف وسله وال او ۱۱ افغان سرتیري وژل شوي.

د دغه وزارت د فیسبوک په رسمي پاڼه کې نن سهار (سپتمبر ۷مه) خپره شوې اعلامیه کې راغلي ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو له خوا چاڼيز عملیات کونړ، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې ترسره کړي.

د افغانستان دفاع وزارت ټینګار کړی، چې په دغو عملیاتو کې د دولت مخالفې ډلې ۹ غړي ټپیان شوي او یو شمېر يې د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دفاع وزارت پرون (سپتمبر۶) اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان دولت ۱۰۳ وسله وال مخالفین او د ملي اردو ۱۷ سرتیري وژل شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري بي بي سي ته ویلي و، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ عملياتونه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې پیل شوي.

نوموړي ویلي و، په دغو عملیات کې ۱۰۳ د افغانستان دولت مخالف وسله وال وژل شوي ۹۷ تنه ټپیان شوي او ۱۰ تنه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

ورته مطالب