افغانستان کې د څرمنې صنعت مخ پر ځوړ دی

د انځور حقوق b
Image caption مخکې چې بهرنیان و د چرمي توکو د خرڅلاو بازار ښه تود و، بلې خوا ته هغه افغانان چې له بهره راتلل هغوی هم چرمي توکي اخیستل. خو اوس امنیت نشته، بهرنیان هم تللي په دغه کار کې هیڅ ګټه پاتې نه ده

د افغانستان د څرمن کنډونکو ټولنه وايي، کاروبار یې مخ پر ځوړ دی.

د دوی په خبره، د څرمن ګنډلو له لسګونو کارځایونو یې یوازې د ګوتو په شمېر هغه پاتې دي.

له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ نا انډوله اړیکي او نا امنۍ د دغې سوداګرۍ د ناتوانۍ لاملونه بلل کېږي.

زموږ همکارې شازیې حیا د کابل ښار یو شمېر څرمن ګنډونکو سره لیدلي او په خپل رپوټ کې يې د څرمن ګنډنې د صنعت مخ پر ځوړ حالت ته کتنه کړې.

د کابل د نوي ښار سیمې د مرغانو کوڅه کې د چرمي توکو ډېر پلورنځایونه موجود دي.

په دغو پلورنځایونو کې د بیلا بیلو چرمي بکسونو، دستکولونو، جیبي بکسو، ملا تړونو او د نورو توکو پوښونه راځړول شوي، په ځینو دغو پلورنځایونو کې د چرم ګنډلو ماشینونه هم ایښي وي چې همدې ځای کې چرمي توکي پرې ګنډي.

د دې ځای یو پلورونکی سید عزت الله چې ۵۸ کاله عمر لري په خپل پلورنځي کې چرمی توکي ګڼدي.

د ښاغلي عزت الله په وینا دا ۴۵ کاله کېږي، چې چرمي بېلابېل توکي ګنډي، خو وايي، په وروستیو کې ورځ تر بلې د کار خونده یې خرابېږي.

د انځور حقوق b
Image caption په دغو پلورنځایونو کې د بیلا بیلو چرمي بکسونو، دستکولونو، جیبي بټو، ملا تړونو او د نورو توکو پوښونه راځړول شوي، په ځینو دغو پلورنځایونو کې د چرم ګنډلو ماشینونه هم ایښي وي چې همدې ځای کې چرمي توکي پرې ګنډي

ښاغلی عزت الله وايي:"د کاروبار خوند مو نشته. مخکې چې بهرنیان و د چرمي توکو د خرڅلاو بازار ښه تود و، بلې خوا ته هغه افغانان چې له بهره راتلل هغوی هم له موږه چرمي توکي اخیستل. خو اوس امنیت نشته، بهرنیان هم تللي په کار کې مو هیڅ ګټه پاتې نه ده. د دوکان کرایه مو لوړه ده. کرۍ ورځ په تاوان کې روان یو".

په دې سیمه کې یو بل پلورنکي چې ۴۰ کاله عمر لري او احمدشاه اصغري نوميږي وايي، له شلو کلونو راهیسي چرمي توکي ګنډي. دی هم د خپلو ګنډل شویو توکو د ساړه بازار خبره کوي.

اصغري خپلو خبرو کې وویل:"موږ چرمي توکي په لاس ګنډو، خام چرم ګاونډيو هېواد ته لېږو هلته پخېږي او بیا دلته ورنه توکي جوړو نو دغه ټول د چرمي توکو پر بیه اغېزه لري نو موږ مجبور یو چې چرمي توکي په لوړه بیه خرڅ کړو، خو زیاتره افغانان دومره وس نه لري چې یو چرمي بیک په ۱۰۰۰یا ۱۵۰۰ افغانۍ واخلي ځکه نو د خرڅلاو بازار مو سوړ دی".

د انځور حقوق b
Image caption افغان کاریګر وايي، دوی لومړی خام مال بهر ته استوي، چې له دې کبله یې لګښتونه هم زیاتیږي

افغان کاریګر وايي، دوی لومړی خام مواد بهر ته استوي، چې له دې کبله یې لګښتونه هم زیاتیږي.

د ده په ګډون ډېر نور کسان هم په دې باور دي، چې افغانستان ته د ګاونډیو هېوادونو د صنعتي توکو پرېمانه وارېدیدل او نسبتاً په ارزانه بیه یې پلورل کېدل د دوی صنعت ته زیان اړولی.

همدارنګه د دغو پلورونکو په وینا، د ګاونډیو هېوادونو ډمپنګ پالیسۍ یا د خپلو توکو د بازار موندلو لپاره له بېلا بېلو لارو د نورو توکو بازار خرابول افغان صنعت له یو لړ ستونزو سره مخامخ کړی دی.

دوی په دې باور دي، د افغاني صنایعو وده هغه مهال شونې ده چې اقتصادي څرخ په حرکت راشي او د اقتصادي څرخ په حرکت راوستلو لپاره اړتیا ده چې په هېواد کې امنیت تامین او کاري فرصتونه رامنځته شي.

د انځور حقوق b
Image caption د کابل د نوي ښار سیمې د مرغانو کوڅه کې د چرمي توکو ډېر پلورنځایونو موجود دي

ورته مطالب