د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption چارواکي یوازې د لسګونو طالبانو د وژنې او ټپي کیدو خبره کوي

پکتيا ولایت کې چارواکي وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د سرحدي زون قومندان وايي، د جګړو پر مهال يې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

وړاندې داسې راپورونه و، چې ګواکې د دغو جګړو پر مهال شپږ افغان سرحدي پوليس هم وژل شوي خو چارواکي يې نه تاييدوي.

له سیمې زموږ خبریال احسان الله مهجور وايي، څه ده پاسه ۵۰ ساعته پوره کېږي، چې جګړه روانه ده.

د جګړې د سختېدو له کبله تیر ماښام دوه پوستې، چې د ولسوالۍ مرکز ته نژدې وې وسله والو طالبانو نیولې.

مخکې چارواکو ویلي وو، په دغه جګړه کې ۶ پولیس وژل شوي خو وروسته یې بیا دا خبره نه منله او ویل یې، چې دا پولیس په سیمه کې نادرکه دي او دوی ته نه دي معلوم چې وژل شوي او که ژوندي دي.

دغه چارواکي یوازې د لسګونو طالبانو د وژنې او ټپي کیدو خبره کوي.

په سیمه کې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، پرون د جګړې په ډګر کې د پولیسو ۵ جسدونه پاتې وو.

دغه سرچینې زیاتوي، چې ۲ جسده یې راوړي او ۳ یې لا هم د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

Image caption مخکې له دې د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ نسبتاً یوه ارامه ولسوالي بلل کېده

له سیمه نه خبریالان وايي، هغه پوستې چې وسله والو طالبانو نیولې وې ور یې ورته کړی او اوس پاکستاني پوځیان پرې څار کوي او د پاکستان بیرغونه یې پرې نصب کړي دي.

دغه ولسوالۍ د پکتیا د مرکز ګردیز نه د سرحد خوا ته په ۸۵ کیلومترۍ کې پرته ده.

یاده ولسوالي د پښتونخوا د چنار او سدې سیمې سره پوله لري.

مخکې له دې دغه نسبتاً یوه ارامه ولسوالي بلل کېده.

ورته مطالب