افغانستان کې بازاري پښګري مخ په ځوړ حالت کې ده

Image caption ډیر باور لري که حکومت د پښګرۍ په بیا را ژوندي کولو کې مرسته وکړي قوانین جوړ کړي، پانګوالو ته ځکمه ورکړي‎، برېښنا برابره کړي، نو د صنعت د نورو برخو په څېر به ددغه د وسپنیزو توکیو په پرمختیا هم ګټور اغېز وکړي او او پښګري به له کسبه صنعت ته واوړي.

پښګري یانې اهنګري په افغانستان کې یو لرغونی کسب دی، خو اوس دغه پښګر وايي چې ګڼو کسانو دا کسب پرېښی ځکه چې ګټه نه لري.

آن دا چې د حکومت د مالیې د ورکړې توان هم نه لري، خو په ولایتونو کې کروندګر وايي چې د پښګرو بازار اوس هم تود دی.

بله غاړه د افغانستان سوداګرۍ خونې ویلي چې پښګري باید د وخت له غوښتنې سره سمه له کسبه صنعت ته واوړي.

ښايي پښګري د انسانانو یو لرغونی کسب وي، چې د کروندو د اړولو، ښکار او ځان ساتنې لپاره به یې له اوسپنې راز راز وسایل او وسلې جوړولې، د جګړو تر کلونو مخکې ګڼو خلکو د پښګرو ددوکانو پر لور پېښه کوله، خو اوس پښان خوښ نه دي او وايي د ورځې ایله ۲۰۰-۳۰۰ افغانۍ ګټې چې ۵-۶ ډالره کېږي.

یوتن پښ عبدالمتین صمدي راته وویل چې وارداتي توکو یې کاروبار ګډوډ کړی دی، په وینا یې که حکومت د ورته بهرنیو توکیو مخه ونه نیسي، ژر ده چې د بټۍ اور یې بیخي سوړ شي:

''یاره چې زر دوکانونه هم جوړ شي او زموږ کاروبار روان شي اقتصاد به پرمختګ وکړي، د بېلګې په توګه موږ یو څټک جوړوو په ۲۰۰ افغانیو، بهرني په ۱۰۰ افغانۍ راځي، دا بهرني توکي باید بند کړل شي، بهرني څیزونه لوړ کیفیت نه لري، د هغه د ۱۰۰ افغانیو څټک یوه میاشت کار نه کوي خو موږ یې چې په ۲۰۰ افغانیو پلورو دوه کاله کار کوي.''

Image caption د افغانستان د کسبګرو ټولنه هم هیله منه ده چې دا کسب به بېرته را ژوندی شي، ددغې ټولنې مشر محمد حسن سپاهي وايي حکومت ژمنه کړې چې افغان توکي به د بهرنیو په پرتله ۱۵ سلنه ګران اخلي.

تر ډېره پښ توکي په کلیو او ولسوالیو کې د کروندو لپاره کارول کیږي، او د افغانستان کرنیز دود اوس هم د پخوا په څېر دی، نو ځکه یوشمېر کروندګر استدلال کوي، چې لا هم د پښګرۍ د ژوند موده پاتې ده.

د ننګرهار یو کروندګر وايي:

''زما نوم اجمل دی د ننګرهار ولایت د ښيوې ولسوالۍ اوسېدونکی زموږ په لریو پرتو سیمو کې اوس هم پښان شته، خلک ورځي او خپلې لرونه او تسکورې پرې تېرې کوي،کومه پرمختللی ټکنالوژي چې اوس په نړۍ کې دود ده، تر اوسه یې کلیو ته لاره نه ده کړې.''

د افغانستان د کسبګرو ټولنه هم هیله منه ده چې دا کسب به بېرته را ژوندی شي، ددغې ټولنې مشر محمد حسن سپاهي وايي حکومت ژمنه کړې چې افغان توکي به د بهرنیو په پرتله ۱۵ سلنه ګران اخلي.

نوموړې وايي چې کرنې وزارت، ښاروالۍ او نور حکومتي بنسټونه باید د پښګرو تولیدات واخلي:

''په تېرو دوو دریو کلونو کې د پښتوب حالت لږ ډېر ښه شوی دی، اوسمهال شاوخوا ۱۰۰ تنه پښان یانې اهنګران کار کوي، افغان ولسمشر هم یو فرمان ورکړی چې دولتي بنسټونه باید افغان توکي ۱۵ سلنه ګران واخلي،پښتوب هم په کې راتلی شي ځکه چې ښاروالۍ او کرنې وزارت د کرنې وسایلو ته اړتیا لري.''

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي وايي پښګري په ټوله نړۍ کې د وخت او صنعت له پرمختګ سره صنعتي بڼه غوره کړې،تولید ماشیني شوی، ډېر شوی او ارزانه شوی دی، خو په افغانستان کې لاهم اهنګري په زړه بڼه ده ځکه نابریالۍ، تاواني او له ماتې سره مخ ده:

''اوس په ټول جهان کې کارخانې دي چې دا کارونه کوي، سیالي ځکه نه شي کولای چې هلته په کارخانه کې د یوې تڼۍ په کیکاږلو سره لس زره بیلونه کولنګونه او نر څیزونه تولیدوي، دلته یو کارګر په یوه ورځ کې هم یو بیل نه شي جوړولی، لګښت یې هم ډیر لوړ دی له دې کبله رقابت نه شوي کولی.''

ښاغلي حافظي وویل چې نوموړي څه باندې یوه لسیزه مخکې د وسپنیزو توکیو د کارخانو تګلاره جوړه کړې وه، خو پانګوال پر ې له دې امله پانګونه نه کوي، چې نه خوندي امنیت لري،او نه د حکومت له خوا اسانتیاوې شته:

''۱۲-۱۳ کلونه کیږي چې ما یو کړنلاره جوړه کړې وه،په هغې کې پنځه شیان و یوه یې د وسپنې ویلولو لویه کارخانه وه،چې له ۵ تر ۱۰ میلونه ټنه تولیدات ولري البته په کال کې،دا به مرکزي کارخانه وي چې ترې لاندې به ۲۹۶ نورې کارخانې وي چې له بیله نیولې تر کولنګه پورې له ستنې تر سنجاقه پورې تر نټ او بولټ پورې تر میخ پورې ،د ګاډو کمانۍ،ګاډرونه دا ټول شیان په کې راځي اقتصادي ارزښت مې سنجولی دی، خو شرط دا دی چې بډې نه وي، امنیت وي د پانګې خوندیتوب شتون ولري، اوس نه د چا مال، نه حیثیت او ځان هیڅ څیز خوندي نه دی.''

ډیر باور لري که حکومت د پښګرۍ په بیا را ژوندي کولو کې مرسته وکړي قوانین جوړ کړي، پانګوالو ته ځکمه ورکړي‎، برېښنا برابره کړي، نو د صنعت د نورو برخو په څېر به ددغه د وسپنیزو توکیو په پرمختیا هم ګټور اغېز وکړي او او پښګري به له کسبه صنعت ته واوړي. هغه څه چې د وخت غوښتنه ده.