جوزجان کې لور له خپل پلاره میندواره شوې

د انځور حقوق

د افغانستان په شمالي جوزجان ولایت کې يوه پلار پر خپلې پنځلس کلنې لور بیا بيا جنسي تېری کړی او اوس د نهو مياشتو ميندواره ده.

د آقچې ولسوالۍ دغه اوسېدونکی اوس د امنيتي ځواکونو په توقيف کې دی.

د نجلۍ مور وايي مېړه یې تل د کور سودا پسې بازار ته لېږله او ورته ويل به يې چې لور یې ورسره بو نه ځي، او ځوانه نجلۍ ده، بده خبره ده، خو پخپله يې پرې جنسي تېری کاوه او دا پرې خبره نه وه.

دا وايي ''زه هغه مهال په دې موضوع پوه شوم چې لور مې ميندواره شوه.''

د جوزجان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير عبدالهادي وايي، ميندواره نجلۍ اوس روغتون ته لېږدول شوې:

''پېښه مخکې شوې ده، فکر کوم لور یې میندواره وه او د ولادت لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده. پلار یې بندي دی او دوسیه یې محکمه کې ده. دا موضوع ښايي اووه یا نهه میاشتې وړاندې پېښه شوې وي، خو دا ښځه اوس د ولادت لپاره روغتون ته لېږدول شوې،کله چې ولادت وکړي روغتون موږ ته خبر راکوي.''

په ۲۰۱۳ کال هم، بغلان ولایت کې يو پلار په دې تور نيول شوی او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی و، چې ګواکې پر خپلې لور يې په پرله پسې ډول جنسي تېرى کړى دى.

د افغانستان د بشر د حقونو بنسټ د شمېرو له مخې په تېر يوۀ کال کې په دغه هېواد کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري ١٦١ پېښې ثبت کړې دي.

ورته مطالب