طالبانو ملا محمد عمر ته منسوب پیغام خپور کړی

Image caption طالبانو دا ومنله چې ملا عمر د ٢٠١٣ کال د اپريل په مياشت کې مړ شوى، وروسته له هغه چې افغان استخباراتو يې لومړى ادعا وکړه.

افغان طالبانو د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر هغه غږیز پیغام خپور کړی، چې په غالب ګومان په ۲۰۰۷ کال کې ثبت شوی دی.

په دې پیغام کې پخوانی طالب مشر د دې تحریک د هغه مهال یو قومندان منصور دادالله غندي، او پر پلویانو یې غږ کوي چې نور د ده اطاعت ونه کړي.

په پیغام کې ملا عمر وایي (ملا داد الله اخند د مشرۍ وړ کس نه دی، او زه به هېڅ کله هم دی ستاسو د قومندان په توګه و نه ټاکم:

''ملا دادالله اخوند او د هغه انډیوالانو ته دا وایم تاسو دواړه کسان سره کښېنئ، که مشران یاست یا کشران یاست، ګرسره کښېنئ او وپوښتئ، دا سړی د مشرتوب نه دی چې داسې خبرې کوي، لکه ګردسره چې مرتد شي سړی، دا دي ما درته وویل چې دا سړی بالا زه نه مشر کومه، ټوله سره کښېنئ او هغه څوک چې موږ خوښ دی هغه مشر کړئ‎ بل معاون کړئ. مقصد دا دی چې دا سړی د مشرتوب نه دی.''

ښايي دا د ملا عمر په ژوند کې د هغه وروستی غږیز پیغام وي.

نوموړي دا پیغام وروسته د ملا دادالله له وژل کېدو وروسته خپور کړی و، چې د هغه ورور ملا منصور دادالله ځینې طالبان په دې تور ونیول، چې ګني د هغه د ورور جاسوسي یې کړې وه، او هغوی یې ووژل.

پاکستان کې له شاوخوا څلورنيم کلونو بند او خوشي کېدو وروسته، ملا منصور دادلله په اسلام آباد کې د بي بي سي خبریال طاهر خان ته ویلي، نوموړي غوښتل چې له ملا عمر سره د دې موضوع په اړه وویني او په اړه یې خپل دریځ ورته ووايي، خو طالبانو هغه ته هېڅکله له ملا عمر سره د لیدو اجازه ورنه کړه.

منصور دادالله وايي، کله چې له ملا عمر سره له لیدو نهیلی شو، نو نیول شوي طالبان یې د علماوو له پرېکړې وروسته ووژل.

خو ملا منصور دادالله شک ښودلی، چې دا غږیز پیغام به د ملا محمد عمر نه وي، بلکې طالبانو په کمپیوټر کې هغه ته منسوب شوی غږ جوړ کړی.

د پخواني طالب مشر دا پيغام په داسې وخت کې را مخې ته کېږي چې د دې تحریک د مشرتابه پر سر ناندرۍ روانې دي.

ملا منصور دادالله څو ورځې وړاندې په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي وو چې د طالبانو د تحریک نوی مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستاني استخباراتو له خوا ټاکل شوی دی، او ځکه به یې دی هېڅ کله هم د خپل مشر په توګه ونه مني.

په ویډیو کې ملا منصور د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر یو سپېڅلی او د اسلام دین او مجاهدینو ته وفاداره مشر بللی، او وايي، څوک چې ځان د هغه ځایناستی بولي، د خلکو او مشرانو سترګو ته خاورې اچوي.

Image caption ملا منصور دادالله ځان د پاکستان د څارګرې ادارې (آی ایس آی) دښمن بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو غورځنګ د مشرتابه څوکۍ د همدغې ادارې له خوا د طالبانو تر منځ وېشل کېږي.

ملا اختر محمد منصور وروسته له هغه د طالبانو د مشرۍ څوکۍ ونيوله چې د طالبانود پخواني مشر ملا عمر مرگ خبرونه په ډاگه شول.

طالبانو دا ومنله چې ملا عمر د ٢٠١٣ کال د اپريل په مياشت کې مړ شوى، وروسته له هغه چې افغان استخباراتو يې لومړى ادعا وکړه.

ورته مطالب