هغه مېرمن چې ملایانو ته د ښځو حقونه ورښيي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په افغانستان کې يوې مېرمنې د جوماتونو سلګونه امامان د ښځو د حقونو په باره کې روزلې دي. په افغانه ټولنه کې چې نارینه تر ډېره د ښځو خبرو ته غوږ نه ږدي، دغه مېرمنه توانېدلې چې په ۲۲ ولایتونو کې د جوماتونو یو شمېر امامان خپلو خبرو ته ورمات کړي.

په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ زره امامان په جوماتونو کي فعال دي. جمیله افغاني وايي که دغه عالمان د ښځو د حقونو لپاره کار وکړي، ښايي د افغان مېرمنو د حقونو په اړه په ټولنه کې شته ذهنیت کې مثبت بدلون راشي.

حفیظ الله معروف له اغلې جمیلې سره د پروان مرکز چاریکارو ته تللی و، هلته چې نوموړې د جوماتونو امامانو ته د بشري حقونو په اړه روزنه ورکوله.

د نوموړې کار اسانه نه ښکاري، ځکه هدف یې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د ممبر او د جوماتونو د امامانو له لارې د ښځو حقونو ته کار کول دی.

Image caption د جمیلې مېړه د هغې په څېر دیني عالم دی او په ډېرو پروګرامونو کې یو ځای وي.

دیني عالمانو ته، چې نارینه او ښځې دواړه پکې شاملې دي، د ښځو د زده کړو، د هغوی د میراث، واده، کار او سياسي فعالیتونو په اړه روزنه ورکول کیږي او له هغوی غوښتل کیږي چې د ممبر له لارې یې نورو ته ورسوي.

Image caption جمیله، چې له پاکستانه د ماسټرې دوه سندونه لري، په کوچنيتوب کې د زده کړو محرومیت، د هغې ژوند ته یو نوی باب پرانیست او په همدې دلیل یې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه پیل کړه.
Image caption اوس به معلومه شي چې د ممبر له لارې د دغو روزل شویو سلګونو امامانو خبرې څومره د ښځو د حقونو په تر لاسه کولو کې اغېز پرې اېستی شي.

له ساعتونو بحث وروسته، د جوماتونو امامان ژمنه کوي چې اورېدلې خبرې به د ممبر له لارې د خلکو تر غوږونو رسوي.

جمیله، د 'نور' په نوم د ظرفیت لوړونې د بنسټ ملاتړ له ځان سره لري او له اتو کلونو راهیسې د جوماتونو امامانو ته د ښځو د حقونو په اړه درس ورکوي. په پیل کې یې د امامانو شمېر یوازې ۲۵ ته رسېده،‎ خو اغلې افغانې وویل اوس یې دغه لړۍ د افغانستان ۲۲ ولایتونو ته غځېدلې ده:

''زموږ د معلوماتو زېرمه ښيي چې اوس مهال زموږ له خوا رزول شوي امامانو شمېر ۶۰۰۰ ته رسېږي. د دې امامانو لویه برخه په کابل، بدخشان او لوګر ولایتونو کې ده.''

Image caption جمیله ۳۹ کاله عمر لري. هغه په لومړي سر کې د ځینو امامانو له سخت غبرګونه سره هم مخامخ شوې.

په افغانستان کې خلک د ممبر له لارې د امامانو خبرو ته ژمن دي او هر خبره یې په تول تللې ګڼي. موږ په کابل او پروان ولایتونو کې دوو جوماتونو ته ورغلو. په دواړو کې روزل شویو امامانو د جمعې لمانځه په خطبو کې د ښځو د حقونو پوهاوي په اړه څرګندونې کولې.

محمد احسان صیقل په کابل ښار کې د یوه جامع جومات امام دی. نوموړی وايي څو کاله وړاندې یې د ښځو د حقونو په اړه نظر منفي وو خو وايي اوس پوه شوی چې څه ډول د جمعې په خطبو کې نارینه د ښځو د حقونو رعایت ته راوبولي:

''په اسلام کې ښځې داسې حقونه لري چې له مخې به یې باید زده کړې وکړي، کار وکړي او د ټولنې لپاره په خدمت کې برخه واخلي. درانګه دوی مسوولیت لري چې مېرمنې او نجونې هم وروزي.''

جمیله ۳۹ کاله عمر لري. هغه په لومړي سر کې د ځینو امامانو له سخت غبرګونه سره هم مخامخ شوې. په داسې دودیزه ټولنه کې چې نارینه د ښځو خبرو ته کم غوږ نیسي، جمیلې څنګه وکړای شول چې د یني عالمان خپلو خبرو ته رامات کړي؟

هغه وايي: ''زه له امامانو سره مخامخ خبرې کوم، او هغوی ته داسې په ډاګه کوم چې زه د ټولنې مشکل له دوی سره شریکوم. زه دوی ته نه وایم چې تاسې ته نوی څیز ښيم، لکن موږ خپل معلومات یو بل سره شریکوو نو ځکه راته غوږ ږدي.''

د جمیلې مېړه د هغې په څېر دیني عالم دی او په ډېرو پروګرامونو کې یو ځای وي. نوموړې، چې له پاکستانه د ماسټرې دوه سندونه لري، د دریو اولاد ونو مور ده. په کوچنيتوب کې د زده کړو محرومیت، د هغې ژوند ته یو نوی باب پرانیست او په همدې دلیل یې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه پیل کړه.

اوس به معلومه شي چې د ممبر له لارې د دغو روزل شویو سلګونو امامانو خبرې څومره د ښځو د حقونو په تر لاسه کولو کې اغېز پرې اېستی شي.