د 'آیسا' ګوښه شوي کارکوونکي وايي د مېرې چلند ورسره شوی

Image caption تر اوسه د آیسا ادارې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی

د افغانستان د پانګونې د ملاتړ 'آیسا' ادارې یوشمېر له کاره ګوښه شویو کارکوونکو د دې ادارې مخې ته لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د آیسا ادارې پر نوي مشر محمد قربان حقو تور ولګاوه، چې د سیاسي او سلیقوي چلند له امله يې ۱۳۳ تنه کارکوونکي چې لیسانس او ماسټري لري، په ناقانونه توګه له دندو لرې کړي.

یوه تن معترض محمد زکي ستانکزي بي بي سي ته وویل، د دې ادارې مشر د سمتي چلند له امله اکثریت پښتانه له کوم دلیل پرته ګوښه کړي دي.

ښاغلي ستانکزي له حکومته وغوښتل چې نوموړی دې له دندې لرې کړل شي:

''موږ نن دلته راټول شوي یو، چې د آیسا د مشر قربان حقجو له خوا ۱۳۳ کسان له دندو شړلي دي، په شړل شویو کې پښتانه، ازبک، هزاره او تاجکان هم دي. دوی له موږ سره سیاسي چلند وکړ. په شړل شویو کې تقریباً ۷۰ تر ۸۰ پورې کسان پښتانه دي.''

د آیسا مشر قربان حقجو بي بي سي ته وویل: ''په اداره کې د اصلاحاتو راوستلو او فساد له منځه وړلو په موخه موږ خپل ۱۳۳ کسان رخصت کړل، چې بېلابېلو برخو کې یې کار کاوه.''

ښاغلي حقجو د لاریون کوونکو هغه ادعا رد کړه، چې ګني د قومي او سیاسي مسائلو پربنسټ له کاره ګوښه شوي دي.

دوی په یوه پرېکړه لیک کي له حکومته وغوښتل چې د دوی د قانوني حیثیت د ساتلو په خاطر باید د دې ادارې دغه ګام له سره وڅېړل شي.

د دوی په وینا د دې ادارې رهبري غواړي آیسا په سیاسي لحاظ تصفیه کړي، د بودیجې کمښت يې مازې یو پلمه نیولې ده.

Image caption لیرې شویو د آیسا پر مشر له سمت پالنې د ډک چلند تور لګولی

لاریون کوونکو دا هم ویلي، چې د آیسا مشر خپله تنخا څو زره ډالر لوړه کړې ده، خو ګوښه کړو کارکوونکو ته د بودیجې د کمښت پلمې کوي.

ورته مطالب