له افغانستانه د لوستو ځوانانو وتل، حل لاره څه ده؟

عزیزالله حکمت جو
Image caption عزیزالله حکمت جو ''ډاډه نه یم چې افغانستان کې به ژوندی واوسم. کور مې بهسودو کې دی. یو کال کېږي کور ته نه یم تللی. میدان وردګو ته نشو تلی. له موټرو خلک ښکته کوي او وژني یې.''

بهر ته د افغانانو د تگ بهیر د بل هروخت په پرتله چټک شوی. هره ورځ نژدې اته زره کسان د پاسپورت ریاست ته مراجعه کوي. زرګونه نور بیا له همغه پیله خپل برخلیک انساني قاچاق وړونکو ته سپاري.

کابل کې د بي بي سي خبریال نصرت صمیمي وایي، د امنیت په ټینګولو او کارموندنه کې د دولت ناکامي سبب شوې چې افغانان د هېواد د راتلونکې په اړه تر پخوا ډېر نهیلي شي.

'موږ کار غواړو'. په افغانستان کې د ډېرېدونکو وزګارو کسانو غوښتنه. داسې غږ چې د هېواد له ګوټ ګوټ نه پورته کېږي، خو ځای نه نیسي. بېکاري او د ناامنیو پراختیا په تېر یوه کال کې بهر ته د افغانانو د تګ څپه تونده کړې.

په سر کې تر ډېره تحصیل لرونکي او کارپوه ځوانان دي چې تېرو کلونو کې د نړیوالو په مرسته وروزل شول. ضیاء ساحل او عزیز الله دواړه له کابل پوهنتونه فارغ شوي.

یو یې په یوه نړیواله اداره کې کار کوي خو بل یې تر فراغت وروسته یو کال کېږي وزګار دی. دواړو د بېکارۍ پرضد وروستي لاریون کې برخه اخیستې، خو خپله هم په دې باور دي چې غږ یې نه اورېدل کېږي.

له هېواده تګ دواړو ته د حل لاره برېښي.

نیمه شپه حاضر

Image caption سید عمر صبور: ''که د ورځې ۵۰۰۰ پاسپورتونه هم ووېشو بیا هم د خلکو عریضې سبا ته پاتې کېږي. نو موږ د شپې شېفټ رامنځته کړی اوس مو د پاسپورتونو شمېر په مرکز او ولایتونو کې ۲۰۰۰ ته رسولی. خو د مراجعینو شمېر اووه- اتو زرو ته رسېږي.''

د پاسپورت پر ادارې ګڼه ګوڼه او د پاسپورت غوښتونکو اوږدې لیکې چې له نیمې شپې پکې خلک کتار وي، سبب شوي چې دواړه له پاسپورت اخیستو تېر شي. دواړه له قاچاق وړونکو سره اړیکه نیسي او د نژدې ۲۳ زره افغانیو په بدل کې موافقه کوي چې تر ایرانه یې ورسوي.

ضیا ساحل ''په یو اېن ډي پي کې مې درې کاله د مالي او اداري رییس په توګه کار کړی دی. د ټافل نومرې هم لرم. اوس کال پوهنتون کې د ادبیاتو د ماسټرۍ دورې محصل یم. د ملي وحدت حکومت په راتګ سره افغانستان کې امنیتي او اقتصادي حالت خراب شوی. دلته ژوند نشو کولی.''

عزیزالله حکمت جو ''ډاډه نه یم چې افغانستان کې به ژوندی واوسم. کور مې بهسودو کې دی. یو کال کېږي کور ته نه یم تللی. میدان وردګو ته نشو تلی. له موټرو خلک ښکته کوي او وژني یې.''

هره ورځ نژدې اته زره کسان د پاسپورت غوښتنه کوي، خو د پاسپورت ادارې مشر سید عمر صبور وایي، د دوی اداره یوازې د ۲۰۰۰ پاسپورتونو د وېشلو وړتیا لري:

''که د ورځې ۵۰۰۰ پاسپورتونه هم ووېشو بیا هم د خلکو عریضې سبا ته پاتې کېږي. نو موږ د شپې شېفټ رامنځته کړی اوس مو د پاسپورتونو شمېر په مرکز او ولایتونو کې ۲۰۰۰ ته رسولی. خو د مراجعینو شمېر اووه- اتو زرو ته رسېږي.''

ټوله شتمني

له افریقا او منځني ختیځ نه اروپا ته د لسګونه زرو ګډوالو ورماتېدو او د اروپایي مشرانو ځواب ډېر افغانان هڅولي چې اروپا ته مخه وکړي. له اکثرو ځوانانو بهر ته د تګ خبره اورېدل کېږي.

ځېنې خپله ټوله شتمني پر دې لارې لګوي او تر یوه ځایه د هوا له لارې ځي.

Image caption د پاسپورټ پر ادارې ګڼه ګوڼه او د پاسپورت غوښتونکو اوږدې لیکې چې له نیمې شپې پکې خلک کتار وي، سبب شوي چې دواړه له پاسپورت اخیستو تېر شي.

نرخونه هم تر یوه حده معلوم دي. ترکیې پورې شاوخوا پنځه زره ډالر اخلي. ځېنې پړاو په پړاو پاتې لاره وهي چې ښایي لګښت یې کم وي، خو ځېنې نور بیا له پیله اروپا ته رسېدو لپاره ۱۳ زره یورو ورکوي.

خو اکثر ځوانان له پیله ځان انساني قاچاق وړونکو ته سپاري، چې لګښت یې کم دی خو لاره یې ډېره خطرناکه.

ځينې فلمونه چې پر خواله رسنیو خپاره شوي ښيي چې له لومړنۍ پولې اوښتل څومره ګران کار دی. په یوه تصویر کې لویه ډله لیدل کېږي چې سرک ته له څېرمه غونډیو ښکته کېږي او موټرو ته پورته کېږي.

Image caption کابل کې ځینو بې روزګاره لوستو کسانو د ناامنیو او بې کاریو ډېرېدو پرضد لاریون وکړ

په نورو تصویرونو کې بیا په لوی شمېر کډوال د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې په غرونو پیاده روان دي.

د هغو کسانو شمېر چې له افغانستانه وځي څرګند نه دی، خو د پاسپورټ ادارې مخې ته د خلکو اوږده کتارونه او ډله ډله کسان چې ځانونه قاچاقي سفرونو ته چمتو کوي، د خلکو د تګ لوړې شمېرې ښيي.

د انځور حقوق FB
Image caption د تېرې شنبې (وږی ۲۰) په ورځ هم کابل کې ځینو لوستو ځوانانو د کار موندلو په ملاتړ لاریون وکړ

که وضعیت همداسې دوام ومومي، نو لرې نه ده چې په یوه یا دوو کلونو کې افغانستان د کارپوه او تجریه لرونکي ځواب له کموالي سره مخ شي. داسې ځواک چې د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او د تېرو کلونو د نسبي امنیت په پایله کې راوټوکېده، خو اوس په تېښته دي.