طالبان وايي د ملا عمر کورنۍ "نوی مشر" منلی

Image caption د ملا محمد اختر منصور مشري اوس هم له ننګونو سره مخامخه ده.

افغان طالبانو اعلان کړی چې د دغې ډلې پخواني مشر ملا محمد عمر د کورنۍ غړو له نوي مشر ملا محمد اختر منصور سره بیعت کړی دی.

دغې ډلې په یوې اعلامیه کې لیکلي، د ملا عمر ورور، ملا عبدالمنان او زوی ملا یعقوب پرون (سې شنبه، سپتمبر ۱۵مه) د طالبانو د پخواني مشر د کورنۍ په استازیتوب له نوي مشر سره د یوې "پرتمینې غونډې" په ترڅ کې خپل بیعت اعلان کړ.

ملا محمد اختر منصور د ملا عمر د مړینې د خبر له تاید وروسته د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو. ملا عمر دوه کاله مخکې مړ شوی و.

د دغې ډلې ویاند، زبیح الله مجاهد په خپلې اعلامیې کې لیکلي، د ملا عمر ورور او زوی ویلي، دوی د یوه (ځانګړي مصلحت له مخې چې خیر په کې نغښتی و) ملا منصور سره خپل بیعت ځنډولی و.

ښاغلي مجاهد بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د ملا عمر کورنۍ "پوښتنې" هم درلودې چې ځواب شوې، خو په دې اړه یې نور جزیات ور نه کړل.

د طالبانو په اعلامیه کې د دغې ډلې د مشرانو تر منځ د مخالفتونو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د دغه غورځنګ ویاند بي بي سي ته وویل، دغو مشرانو ځکه تر اوسه پرېکړه نه وه کړې چې د ملا عمر کورنۍ لا له نوي مشر سره خپل بیعت نه و اعلان کړی.

د منصور دادالله، عبدالمنان نیازي، حسن اخوند، ملا عبدرالرزاق او ملا جلیل په ګډون د طالبانو یو شمېر ناراضي مشران د پام وړ اغېز لري او په وروستیو کې یې په علني ډول له ملا منصور سره خپل مخالفتونه څرګند کړي دي.

Image caption ملا منصور دادالله لا هم د ملا محمد اختر منصور سره مخالفت ته دوام ورکړی.

ملا منصور دادالله د طالبانو د نوي مشر ټاکلو چاره کې د پاکستان د څارګرې ادارې (آی ایس آی) پر رول نیوکه وکړه او و یې ویل چې پاکستان له ده هم تمې درلودې چې د افغانستان د ګټو ضد وې او له همدې کبله ده پاکستان خوشې کړ او اوس د افغانستان سوېلي زابل ولایت کې مېشت دی.

تر دې مخکې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، طیب اغا هم د طالبانو له نوي مشر سره د مخالفت له کبله له خپلې دندې ګوښه شو.

د طالبانو تر منځ دغه مخالفتونه دومره وغځېدل چې د ملا اختر منصور د پلویانو او مخالفینو تر منځ په زابل او هرات ولایتونو کې لږترلږه د دوو وسله والو نښتو خبر هم ورکړل شو.

په ورته وخت کې د پاکستانۍ رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو په برخو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د دغه هېواد پارلمان ته وویل چې هېواد یې هڅه کوي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې چې د ملا عمر د مړینې خبر د خپرېدو له کبله ځنډېدلې، بیا پیل شي.

پاکستان کې سرچینو ویلي چې په دې وروستیو کې د امریکا او بریتانیې چارواکو اسلام اباد ته د خپلو سفرونو پر مهال له دغه هېواده غوښتي چې د سولې خبرو اترو بیا پیل کې دې مرسته وکړي.

ورته مطالب