د 'افغان' توري پر سر لانجې د برېښنايي تذکرو وېش ځنډولی

Image caption بلخ ولایت کې ځینو کسانو برېښنايي تذکرو کې د افغان توري د اضافه کولو په ملاتړ لاریون وکړ

د افغانستان د لسمشرۍ ماڼي یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، په برېښنايي پېژندپاڼو کې د لانجې د حل لپاره به ډېر ژر یوې اجماع ته ورسېږي.

په دې اړه زموږ همکار احمد شاه انګار له کابله دغه راپور چمتو کړی.

په کابل او د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې خلک پخپلو ورځنیو کارونو بوخت دي، د امنیت او اقتصاد په اړه فکر کوي.

یوشمېر خلک په الکترونیکي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې د لیکلو لپاره د دې کلمې د ملاتړ کوونکو پر راټولو بوخت دي.

یوشمېر بیا په ټولنیزو رسنیو کې په فعالانه ډول د دغه کار پر خلاف کوښښونه کوي، خو عام خلک په دغو لانجو کې ډېر نه دي نښتي.

له هغوی سره د خپل او خپلې کورنۍ د اقتصادي او امنیتي حالت سمېدو غم دی.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان ځینې ښارونه د لاریونو شاهدان دي، چې سیاسي ډلو هغه تنظیم او پیل کړي دي. دغه بحثونه ورځ تر بلې ګرمېږي.

یوشمېر لاریونکوونکي په پېژندپاڼو کې د افغان د کلمې د داخلېدو غوښتنه کوي، خو ځیني يې خلاف دي.

Image caption کابل کې لاریون کوونکو تذکرو کې د افغان توري د لیکلو په ملاتړ لاریون وکړ

د الکترونیکي پېژندپاڼو د چاپولو طرحه وروسته له ډېرو لفظي شخړو او چنو نه تېر کال د ولسي جرګې لخوا تصویب شوه. په داسې شکل چې د هېڅ قوم نوم به پکې نه لیکل کېږي.

اوس معترضین وایي چې د افغان کلمه زموږ ملي هویت دی. او حاضر نه دي چې بې هویته پېژندپاڼه واخلي.

د افغان ملت ګوند یو مسؤول عبدالله شیرزي:

''د ملت نوم په تذکره کې ډېر مهم دی، موږ چې افغان پکې ونه لیکو، نو څوک باید پکې ولیکو، یعنې موږ څوک یو، په دې هېواد کې هر قوم د اوسېدو حق لري، موږ باید یو ملي هویت ولرو، چې هغه د افغان کلمه ده، او پر دې موږ راټولېدلی شو.''

د الکترونیکي تذکرو د وېشلو موافق خلک د تذکرو د وېشلو غوښتونکي دي او د دغه بهیر له سیاسي کولو اندېښنه لري.

زیات شمېر خلک چې د دغې موضوع په اړه نارې وهي یو معقول استدلال نه وړاندې کوي. د خپل رسمي او نا رسمي نظر په اړه مختلف او متضاد چلند کوي.

ملي موضوع، سیاسي ګټه

روښانه نه ده چې دوی پر څه عقیده لري او څه غواړي. ځینې بیا داسې فکر کوي چې یو شمېر خلک له دغې پروسې سیاسي ګټه پورته کوي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو یو استازی حفیظ منصور د تېر حکومت چارواکي تورنوي چې خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره يې دغه طرحه وړاندي کړې ده:

''هغوی باید ووايي چې پرون یې ولې په دې اړه فکر نه کاوه، پرون یې څه ډول فکر کاوه او ننه څه خېل فکر کوي، آیا یو ملي او افغانستان شموله بحث د لوبو یو توکی دی.''

افغانستان له بېلابېلو قومونو جوړ هېواد دی، او د الکترونیکي پېژندپاڼو طرحې له تصویب وړاندې هم د قومونو د نومونو پر لیکلو جدي بحثونه و.

د ولسي جرګې یو بل غړی او د دغه بحث یو بل ملاتړی نقیب الله فایق بیا وايي:

''دا په لاریونونو نه کېږي، بلکې د ولسي جرګې غړي باید لاس په کار شي او موږ به هم له هغه چا سره ولاړ یو چې په تذکرو کې د قومونو د لیکلو غوښتونکي دي.''

ځینې وايي، د افغان کلمه په پښتون قوم پورې اړه لري او په تذکرو کې د دې کلمې لیکل تحمیلي بڼه لري.

په تېرو کلونو کې افغانستان د قومي مخالفتونو شاهد و. د کارپوهانو په اند یوشمېر سیاستوال له دغه حالته سیاسي ګټه پورته کوي.

د پوهنتون استاد کاوه جبران وايي د الکترونیکي پېژندپاڼو وېشنه د افغانستان وګړي معلوموي:

''څرګنده ده، کله چې د قومونو شمېر او نفوس په ډاګه شي، نو ډېر مسائل راولاړولی شي، له همدې امله د ملي یوالي حکومت مشران شاید له دې وېره ولري.''

په پام کې ده چې په راتلونکې اونۍ کې له ټول افغانستانه قومي مشران او مخور کابل ته راوغوښتل شي او له هغوی به په الکترونیکي تذکرو کې د افغان کلمې د شتون او نه شتون په اړه نظرپوښتنه وشي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې یو لوړپوړی چارواکی وايي، د دې غونډې د جوړېدو موخه د اجماع له لارې د برېښنايي پېژندپاڼو د لانجې حل کول دي.

د الکترونیکي پېژندپاڼو وېشنه د ملي یووالي حکومت له مهمو کارونو څخه و، خو تر اوسه حکومت نه دي توانېدلی چي دغه پروګرام پیل کړي.