افغانستان: هرات کې د بازانو ښکاریان نیول شوي دي

د انځور حقوق n
Image caption افغانستان کې د ۱۴۰ ډوله مرغانو ښکار ممنوع اعلان شوی

په هرات کې سرحدي پولیس وایي، چی د بازانو څلور ښکاریان یې په ګلران ولسوالي کې نیولي دي.

د افغانستان لویديځ کې د سرحدي پولیسو قومانداني د ارکانو رییس ګلبدین الکوزي بي بي سي ته وویل چې له دغو کسانو څخه یو باز ترلاسه شوی او دغه کسان څارانوالي ته وسپارل شول. سره له دې چې د نادرو مرغانو ښکار د افغانستان د ولسمشر په فرمان ممنوع اعلان شوی خو بیا هم د دغه ډول مرغانو یا نورو حیواناتو ښکار په تېره د افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې روان دی. د افغانستان د چاپيریال ساتنی اداره وایي چې په هېواد کې د ۱۴۰ ډوله مرغانو ښکار ممنوع دی.

په افغانستان کی ۵۰۰ ډوله مرغان پيژندل شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په هرات کې د نادرو مرغانو د ښکار په تور یوشمېر کسان نیول کېږی.

ښاغلی الکوزی وایي، چې د روان کال له پیله یې تراوسه یو شمېر ډلی نیولې، چی په ناقانونه توګه یی نادر مرغان ښکارول.