افغانان نور قره قل خولۍ لږ پر سروي

Image caption د نورو کلتورونو راتلل، د قره قل ګرانه بیه، او پر تولید یې د چاپېریال ساتونکو او ژویو پالونکو نیوکې ددې لامل شوي،چې د قره قل سوداګري او پلور کم شي.

په افغانستان کې د قره قل خولۍ جوړوونکي او پلورونکي وايي، دغه کسب اوس د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

پخوا یوازې په کابل کې د قره قل خولۍ لسګونه هټۍ پرانیستې وې، چې اوس ایله د ګوتو په شمېر یې پاتې دي.

د نورو کلتورونو راتلل، د قره قل ګرانه بیه، او پر تولید یې د چاپېریال ساتونکو او ژویو پالونکو نیوکې ددې لامل شوي،چې د قره قل سوداګري او پلور کم شي.

خو یوشمېر افغانان هیله لري چې قره قل خولۍ د افغانستان د اصیل کلتوري توکي په توګه دود پاتې شي.

په افغانستان کې د قره قل کسبګر د خپلې شاندارې ماضي، بې خونده حال او ناڅرګند راتلونکي خبرې کوي، د جګړو تر لسیزو مخکې د افغانستان ګڼ شمیر خلکو قره قلي پر سروله او پلازمینه خو په دې رنګ کې بیخي رنګ وه، خو اوس د وخت پاڼه بدله بریښي هم په کابل کې د قره قل خولیو یو دوکاندار محمد علیم وايي چې یو مهال ورسره شوخوا ۲۵ کسانو کار کاوه، خو اوس یې خپل دوکان پر دوو برخو وېشلی یوه لنډه تنګه برخه کې د قره قل کار کوي، او پاتې دوکان یې ټوکر پلورلو ته ځانګړی کړی دی:

Image caption خو یوشمېر افغانان هیله لري چې قره قل خولۍ د افغانستان د اصیل کلتوري توکي په توګه دود پاتې شي.

''په وسنیو شرایطو کې زموږ کار بیخي ولاړ دی، مخکې زموږ په دوکان کې ۲۵ شاګردانو او دوه دریو استادانو کار کاوه، لامل دادی چې زموږ هیواد ته بهرنی کلتور راغی، د قره قل پر ځای او پکول دود شول، اوس خلک ډیر کم قره قل پر سروي.''

د افغانستان د کسبګرو ټولنې مشر محمد حسن سپاهي هم دا مني چې د قرقل جوړونې کسب ورو، ورو مخ په ورکېدو دی، لامل یې دا بولي چې ګواکې قره قل ګران بیه پوستکی دی او اوس یې ډېر خلک د اخیستلو توان نه لري:

''د قره قل یوه ستونزه دا ده چې ګران بیه دي، د بېلګې په ډول یوه خولۍ یې په زرګونو افغانیو پلورل کېږي د افغانستان خلک اوس بې وزلي دي، بهر ته یې صادرات هم له ستونزو سره مخامخ دي، ځکه چې د چاپېریال ساتنې، او څاروي پالو ټولنو یې مخه نیسي.''

Image caption ښکاري چې په افغانستان کې د قره قل خولیو پر سر کولو دود د امیر حبیب الله خان تر واکمنۍ پورې رسېږي

عبدالواسع چې له څو لسیزو راهیسې قره قل پر سروي، د هغو ورځو کیسه کوي، چې قره قل خولۍ په کې دود وې،وايي که په واده کې به د نجلۍ کور د واده زلمي ته قره قل خولۍ نه وه اخستې، واده نه کېده:

''د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په ځانګړي ډول لوګر، میدان ښار، او نورو کې به د نجلۍ کور ته قره قل خولۍ وانخیسته واده نه کېده، چې قره قل خولۍ به یې ورته اخیستې وه هغه به ویاړمن زوم و.''

راوروسته کلونو کې د قره قل خولۍ دود کم رنګه شو خو هغه مهال چې تېر ولسمشر حامد کرزی واک ته ورسید او قره قلي یې پر سر کړه، دا دود یې یو څه را ژوندی کړ.

د قرقل کسب د حالت څېړلو لپاره په ښار کې روان وم چې یو سپین ږیری قره قل خولۍ پر سر او امسا پر لاس روان و.

لوڅ سر د اروپا کلتور دی

دا اتیا کلن کس عبد المنان عطاء زاده نومېده چې د جګړو تر کلونو مخکې یې په بهر کې دوه ماسټرۍ اخیستې وې، هغه وویل چې ګواکې د پردیو کلتورونو د قره قل ځای ونیو.

نوموړي له افغانانو وغوښتل چې خپله دغه پېژندګلوي ورکه نه کړي:

Image caption قره قل خولۍ پر سر کول په افغانستان کې د شرافت یوه نښه ده

''چا د پاکستان خولۍ راوړه او پر سر یې کړه دا د پاکستان کلتور دی، لوڅ سر د اروپا کلتور دی زموږ کلچر قره قل خولۍ ده، څوک چې تعلیم یافته دي، او کلتوري ارزښتونه پېژني دا باید وساتي یو هېواد او ټولنه هغه مهال پېژندل کېږي چې خپل کلتور وساتي، د قره قلي په سرولو سره د یو کس افغانیت کره کېږي او زموږ زوړ تاریخ ژوندی کېږي په کار ده چې دا حفظ شي.''

د قره قل ګرانه بیه، او د کلتور د بڼې بدلون، ددغه کسب پر وړاندې لوی ننګونې وبلل شوې، خو یو بل لامل هم یادیږي او هغه دا چې چاپېریال ساتونکي او ژوي پال نیوکه کوي چې د قره قل خولۍ لپاره تنکي وري حلالیږي، چې ددوی په باور داسې نه ده په کار، د افغانستان د کسبګرو ټولنه وايي چې دې چارې د قره قل سوداګري هم زیانمنه کړې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption راوروسته کلونو کې د قره قل خولۍ دود کم رنګه شو خو هغه مهال چې تېر ولسمشر حامد کرزی واک ته ورسید او قره قلي یې پر سر کړه، دا دود یې یو څه را ژوندی کړ.

ورته مطالب