بدخشان کې طالبانو شپږ پولیس وژلي

د انځور حقوق f
Image caption د افغانستان په شمال ختیځ کې بدخشان له نسبتاً ناامنه ولایتونو دی، خو په تېر یوه کال کې یې امنیت د خرابېدو په حال کې دی.

د بدخشان چارواکو ویلي، طالبانو په بهارک ولسوالۍ کې د پولیسو د غفلت پرمهال شپږ پولیس وژلي او د هغوی وسلې او مهمات یې وړي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي برید د یادې ولسوالۍ په کلیواله سرخُم سیمه کې شوی.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن ویلي، طالبان په یوه موټر کې د پولیسو وسلې وړې او له سیمې یې پښې سپکې کړې دي.

نوموړی وايي، پېښه د تېرې جمعې په ورځ (وږی ۲۷مه) غرمه شاوخوا ۱۲ بجې داسې مهال شوی، چې پولیس د غرمنۍ پر چمتو کولو او خوړو بوخت وو.

د بدخشان د پولیسو ویاند لعل محمد احمدزي بي بي سي ته وویل، په یولړ نورو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو د بدخشان کشم ولسوالۍ د طالبانو نومول شوی ولسوال له پنځو نورو کسانو سره نیولی دی.

سرچینه وايي، له ولسوال سره وسلې هم نیول شوې دي.

دی زیاتوي، قاري ناصر په دې ولایت کې په ځینو بریدونو هم تورن شوی او وړاندې یې یوه نجلۍ په درو وهلې ده.

ښاغلي احمدزي ویلي، تورن کس د کشم د مخکیني ولسوال مصدق په وژلو هم تورن دی.

د افغانستان په شمال ختیځ کې بدخشان له نسبتاً ناامنه ولایتونو دی، خو په تېر یوه کال کې یې امنیت د خرابېدو په حال کې دی.

ورته مطالب