ملا منصور وايي په مشروط ډول خبرو ته چمتو دی

د انځور حقوق bbc
Image caption په هغه پیغام کې، چې له لوی اختره مخکې خپور شوی ملااختر منصور له طالبانو غوښتي، چې یو موټی شي

د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور اشارتاً ویلي که بهرني ځواکونه له هېواده ووځي او له امریکا سره امنیتي تړون لغو شي، له حکومت سره خبرو ته چمتو دي.

په هغه پیغام کې، چې له لوی اختره مخکې خپور شوی ملااختر منصور له طالبانو غوښتي، چې یو موټی شي.

د وسله والو طالبانو مخکینی مشر ملا عمر ۲۰۱۳ کال کې مړ شوی و، خو د سږ کال په جولای کې د هغه مړینه تایید شوه.

له هغه وروسته په چټکه توګه د ملا اختر منصور ټاکل کېدو د وسله والو طالبانو تر منځ درزونه رامنځته کړل.

ملا منصور په خپل پیغام کې دا هم ویلي، چې ' که هېواد تر اشغال لاندې نه وي، د افغانانو ستونزه خپله د افغانانو تر منځ د خپلمنځي تفاهم له لارې حل کېدای شي.'

د نوموړي په وینا:

' که کابل حکومت غواړي، چې جګړه پای ته ورسیږي او په هېواد کې سوله راشي نو په وینا یې د هېواد اشغال له ختمیدو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو او له بهرنیو ځواکونو سره د ټولو پوځي او امنیتي هوکړو لغو کولو سره داسې شونې ده.'

افغان او امریکايي حکومت ۲۰۱۳ کال کې یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې ۱۳۰۰۰ بهرني سرتېري، چې ډېری یې امریکایان دي افغانستان کې پاتې کېدای شي او د ترهګرۍ ضد چارو کې مرسته کولای شي.

ملا منصور دغه راز د امریکا پر متحدو ایالتونو د وسله والو تر منځ د 'بې باورۍ او اختلاف ' رامنځته کولو چاپیریال جوړولو تور پورې کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې یو موټي واوسي.

جولای میاشت کې د ملا عمر د مړینې رپوټونو سره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ نوې پیل شوې خبرې هم اغېزمنې شوې.

یو شمېر لوړ پوړي طالب مشران د سولې خبرو سره د ملا منصور پر ملاتړ شکمن وو او پر پاکستان پلوه کړیو یې د مشر په توګه د هغه د ټاکلو تورونه پورې کړل.