"اجازه مه ورکوئ چې د ژبې او مذهب په نامه مو یووالی زیانمن کړي"

د انځور حقوق epa

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په مناسبت په ویدیويي پیغام کې د افغانانو ترمنځ په یووالي او پیوستون ټینګار کړی دی.

ښاغلي غني ویلي، باید اجازه ور نه کړو چې د قوم ، ژبې او مذهب په نوم توپیرونه زموږ یووالي ته زیان ورسوي.

نوموړی وايي:"موږ باید پرې نه ږدو چې د ژبې، قوم ، سیمې ، مذهب ، ګوند ، فکري تګلارې او غیره په نامه له اختلافه ډک غږونه زموږ په یووالي کې درز واچوي".

ښاغلی غني په دې ویډیو پیغام کې زیاتوي:"موږ همدارنګه وحدت او د زړه یووالي ته اړتیا لرو، خو دا په دې معنا نه ده چې هېڅ نیوکه نه وي او هېڅ متفاوت نظر ورنکړل شي. د یوه ملت د بچو ترمنځ د بېلابېلو طرحو درلودل او د ګڼو نظرونو ورکول نه یوازې دا چې ستونزه نه ده بلکه د تنوع او غنا نښه ده. خو دا درایت باید وي چې پرېنږدو دغه تنوع په اختلاف او تفرقي واوړي."

ولسمشر وویل، په نړیواله کچه اسلامي ترهګر او بنسټ پال د اسلام نوم ته زیات زیان رسوي او مسلمانان وژني.

نوموړي له خپل ولسه وغوښتل چې پر نهیلیو بریالی شي او پرې نه ږدي د افغانستان دښمنان د افغانانو د روحیې په ماتولو سره خپلو موخو ته ورسيږي.

"د قرآن مجید په تعبیر له هرې سختۍ وروسته آساني راځي. هېڅ ملت ښه راتلونکې وړیا نه ده ترلاسه کړې. بلکه له پوهاوۍ ډک عزم او ارادې سره یې ترلاسه کړې.

دغه عزم او اراده د هېواد د نخبګانو، د سیاسي او ټولنیزو ډلو د یو موټي والي او د ملت د غړو په هیله منتیا او خوشبینۍ کې څرګندې".

بل لورته د طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور په اختریز پيغام کې ویلي، که بهرني ځواکونه له هېواده ووځي او له امریکا سره امنیتي تړون لغو شي، له حکومت سره خبرو ته چمتو دي.

ملا منصور په خپل پیغام کې دا هم ویلي، چې' که هېواد تر اشغال لاندې نه وي، د افغانانو ستونزه خپله د افغانانو تر منځ د خپلمنځي تفاهم له لارې حل کېدای شي.'

که څه هم په دې پیغام کې د طالبانو ترمنځ د توپیرونو پای او یووالي ته اشاره شوې خو د ملا اختر منصور او نورو مخالفو ډلو ترمنځ د منځګړیتوب په موخه د عالمانو یو ویاند وایي، د پخلاینې ما موریت یې ناکام شوی دی.

ورته مطالب