مکه مکرمه کې اته افغان حاجیان تري تم شوي

Image caption پرون د حج مراسمو ادا کولو په ترڅ کې د شیطان ویشتلو پر مهال، یو شمېر حاجیان د ټېل ماټېل او ګڼې ګوڼې له کبله مړه او ټپیان شول.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، پرون (سپتمبر ۲۴مه) د مکې مکرمې ښار په مینا کې د حج د مراسمو پر مهال له خونړۍ پېښې وروسته، اته افغان حاجیان تري تم شوي دي.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد بي بي سي ته وویل، دوی ته د رسېدلو راپورونو پر بنسټ، پنځه تري تم شوي حاجیان، وروستی ځل د پېښې په ځای کې لیدل شوي وو.

ښاغلي عابد وویل پنځه حاجیان د فاریاب ولایت، دوه د هلمند او یو کس د کاپیسا ولایت دي.

د نوموړي په وینا، د مکې روغتونونه اوسمهال د قربانیانو په اړه مالومات نه ورکوي چې له کبله یې دغه وزارت د اتو افغان حاجیانو د برخلیک په اړه په کره ډول څه نه شي ویلی.

پرون د حج مراسمو ادا کولو په ترڅ کې د شیطان ویشتلو پر مهال، یو شمېر حاجیان د ټېل ماټېل او ګڼې ګوڼې له کبله مړه او ټپیان شول.

سعودي چارواکي د مړو شویو شمېر لږترلږه ۷۱۷ ښيي او وايي له ۸۰۰ ډېر حاجیان ټپیان دي.

ورته مطالب