د کندوز مرستیال والي: د کندوز نیمايي ښار طالبانو نیولی

د انځور حقوق Reuters

د کندوز د والي مرستیال له بي بي سي سره په خبرو کې منلې چې طالبان د ښار ځینې برخو ته ننوتي او اوس دغه ښار د وسله والو طالبان په ولکې کې دي.

حمدالله دانشي وايي غیر پوځي چارواکي له ښاره وتلي دي او د ښار په بېلابېلو برخو کې سخته جګړه هم روانه ده.

"د ښار په بېلابېلو برخو کې سخته جګړه روانه ده. زموږ پوستې لا هم په ښار کې شته، کوڅه په کوڅه جګړه ده او نژدې نیم ښار د مخالفو وسله والو لاس ته لوېدلی دی."

"په ښار کې یوازې امنیتي پوستې پاتې دي، که له ژمنې سره سم موږ ته مرسته راورسیږي نو کېدای شي بېرته پر ښار خپله ولکه ټينګه کړو."

ښاغلی دانشي وايي د جګړې له پیله یې له مرکز سره اړیکې نیولي او د مرستو غوښتنه یې کړې ده.

دی وايي که مرستې ور ونه رسیږي نو ښايي ټول کندز د وسله والو مخالفینو لاس ته ولویږي.

Image caption نن (سپتمبر ۲۸مه) شاوخوا سهار لس بجې ښاغلي دانشي د کندوز په څلورلاري کې رسنیو ته ډاډ ورکړ چې طالبان به په شا وتمبول شي.

"موږ د سهار له درې نیمو بجو راهیسې چې جګړه پیل شوې په پرله پسې توګه له مرکز سره اړیکې نیولي. په لومړي پړاو کې طالبانو ماتې وخوړه، خو په دویم برید کې چې د غرمې تر درې بجو وروسته پیل شو، هغوی پرمختګ وکړ."

"تر غرمې مخکې د طالبانو تلفات له پنځوس تر شپېتو تنو ته رسېدل، او د امنیتي ځواکونو شپږ تنه وژل شوي او اته تنه ټپیان وو. خو د وروستۍ جګړې د تلفاتو شمېرې راسره نشته."

نوموړي وویل، "موږ هر شیبه د تازه ځواکونود رارسېدو انتظار کوو، چې ځواکونه راورسیږي امنیتي ځواکونه به سره منسجم کړو او متقابل برید به وکړو."

ده زیاته کړه، له ښاره ډېری چارواکي هوايي ډګر ته رسېدلي دي.

د کندوز مرستیال والي وايي، که چېرې دوی ته بېړنۍ مرسته ور ونه رسېږي، شاید طالبان د والي دفتر هم ژر ونیسي.

د انځور حقوق AP
Image caption طالبانو کندوز کې د څو ساعتونو لپاره د پولیسو یوه پوستنه ونیوه.

دی وايي، د طالبانو سهارنۍ لومړۍ جګړه کې هغوی ډېر پرمختګ و نه کړ، خو له غرمې وروسته یې په دویم برید کې ډېر پرمختګ وکړ.

وړاندې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، طالبانو پر کندوز ښار له شاوخوا لسو خواوو هم مهاله بریدونه پیل کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي کابل کې خبریالانو ته وویل: ''له تېرې شپې درو بجو راهیسې تر اوسه مخالفانو له نژدې لسو خواوو پر کندوز ښار بریدونه پیل کړي، افغان امنیتي ځواکونو په ګډه له ګهیځ راهیسې له دوی سره په جګړه کې دي. ''

نوموړی وايي، د دوی د بریدونو هدف د کندوز پر زندان، امنیه قومندانۍ او ځینو نورو ځایونو برید و.

د انځور حقوق AP
Image caption کندوز کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې د پولیسو له یوې پوستې لوګی پورته کېږي.

خو د کندوز امنیه قومندان محمد قسیم جنګل باغ بیا وايي، ټول افغان امنیتي ځواکونه سره یو شوي چې ددغه برید پروړاندې سره یوموټی وجنګېږي.

نوموړی وايي: ''ټول ځواکونه په ګډو هڅو د دښمن پروړاندې جنګېږي، موږ به تر مرګه له دوی سره وجنګېږو موږ پوره چمتووالی لرو. ''

د انځور حقوق
Image caption د کندوز امنیه قومندان محمد قسیم جنګل باغ بیا وايي، ټول افغان امنیتي ځواکونه سره یو شوي چې ددغه برید پروړاندې سره یوموټی وجنګېږي.

د ملي اردو د دویمې لېوا قومندان جنرال احمد الله حمید وايي، دا برید د ملکي خلکو له کورونو په ګټې اخیستو پیل شوی چې په وینا یې ''د نښتې په ډېرو برخو کې برید کوونکي له منځه تللي، موږ ورپسې یو او ډاډ درکوو چې دوی ته به ماتې ورکړو. ''

وسله والو طالبانو ویليو د کندوز دوه سوه بستریز روغتون یې نیولی او ډاکټرانو ته یې ډاډ ورکړی، چې خپل کار ته دوام ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي، جنګیالي یې د کندوز ښار چوک ته رسېدليو بالاحصار، ټولې حوزې، زندان او ځینې دولتي ودانۍ یې نیولې دي.

کندوز د افغانستان په شمال کې نسبتاً نارامه ولایت دی. د روان سپتمبر پر لومړۍ نېټه په دغه ولایت کې دوو نفوذي طالبانو خپل ۱۴ ملګري ووژل.

او په تېر اګست کې د منځنۍ آسیا لپاره د جندالله مشر قاري غلام حضرت چې په ابو حذیفه مشهور و، په دې ولایت کې ووژل شو.

د انځور حقوق d

ورته مطالب