ولسمشر غني له افغان ځوانانو غوښتي، چې له هېواد پرېښودو ډډه وکړي

Image caption په منظمه توګه به هم د افغانستان اقتصاد پر پښو ودروو، هم به کاري فرصتونه رامنځته کړو او هم به ځوانانو او نورو قشرونو ته ورسیږو. ولسمشر محمد اشرف غني

د ملي يووالي حکومت د يوکال پوره کېدو په مناسبت افغان ولسمشر اشرف غني بي بي سي سره ځانگړې مرکې کې په ځوانو افغانانو غږ کړى دى چې د هېواد پرېښودو څخه ډډه وکړي.

ولسمشر غني ويلي چې هغوي بايد په دې پوه شي چې يواځې په خپل هېواد کې يې حقونه خوندي دي.

ښاغلي غني تمه وښودله حکومت به په دې وتوانېږي چې ځوانانو ته کاري زمېنه برابره او افغان اقتصاد په ټپه ولاړ حالت څخه وباسي.

افغان ولسمشر په داسې وخت کې دا خبره کوي چې افغانستان کې ګڼ شمېر خلک له خراب اقتصادي حالت او بې روزگارۍ سر ټکوي او ډېر شمېر ځوانان د امنيتي ستونزو او بې روزگارۍ امله هېواد پرېږدي.

نوموړي وويل په هېواد کې روان اقتصادي حالت د هغو پړاوونو يوه طبيعي برخه ده چې افغانستان ترې تېرېږي:

'موږ نه يوازې دلته یو سل او پنځوس زره نړیوال سرتېري درلودل، بلکې نژدې څلور سوه زره قراردادیان هم وو، دوی په اقتصاد کې د تقاضا عمده سرچنیه وو، د دوی له وتلو سره دغه سرچینه وچه شوه او په خاصو سکتورونو یې اغیز وکړ. بله دا چې بودیجوي کسر راته ورسید. د نړیوالو مرستندویانو باور له یوه لوره کم شوی و ، دغه پړاو په هر اقتصادي بحران کې او په هر لوی اقتصادي لېږد کې چې وګورئ حتمی وه. خو اوس به انشالله په منظمه توګه هم د افغانستان اقتصاد پر پښو ودروو، هم به کاري فرصتونه رامنځته کړو او هم به ځوانانو او نورو قشرونو ته ورسیږو.'

Image caption له بي بي سي سره د افغان ولسمشر اشرف غني ځانگړې مرکه د چهارشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

نوموړي پر پاکستان غږ وکړ چې د ټولو ترهگرو په وړاندې ورته دريځ خپل کړي. افغان ولسمشر داعش يوه نړېواله پديده وبلله او وې ويل چې په سيمه کې په يوۀ ځانگړي مهال کې ورسره مرسته شوې ده:

داعش یوه نړیواله پدیده ده او په سیمه ییزه باندې بدله شوې. لومړی وګورئ د دوی امکانات بې حده دي. د عراق پایپ لاین د داعش په لاس کې دی دا ډېرې سترې منابعې دي، همدارنګه د دو ی هغه تکنالوژي چې ور باندې اعتکا کوی فرق کړی. دا چې سیمه کې چا کوم وخت له دوی سره مرسته وکړه او څه وخت پښېمانه شول هغه تاریخپوهان ته دقیقه ده نه موږ ته.

ښاغلي غني د بي بي سي دې پوښتنې په ځواب کې چې د واکمنۍ د بري او پاتې راتلو معيارونه به يې څه وي وويل:

'د امنیت له نظره که مشخصو معیارونه ته وګورو بیا هم لومړی د اساسي قانون تطبیق دی. که افغانستان سیاسي بحران ته لاړ شي دا به د ناکامي لویه علامه وي، که د افغانستان امنیتي ځواکونه د دې توان ونه لري چې د افغانستان له خاورې نه او زموږ له استقلال نه او زموږ له ناموس نه دفاع وکړي دا به ناکامي وي او د اقتصاد په برخه کې که موږ په دې نه یو بریالي شوي چې د افغانستان سترې منابعې، موقعیت، اوبه، ځمکه او له ټوله نه مهمه دا چې ځوان نسل متحرک نه کړو او لاس نیوی یې ونه شو کړی دا به ټول د ناکامي معیارونه وي.'

له بي بي سي سره د افغان ولسمشر اشرف غني ځانگړې مرکه د چهارشنبې ( ۳۰ سپتامبر ) په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي، اورېدل يې مه هېروئ.

ورته مطالب