د ملي یووالي د حکومت یو کلن کېدل او له اداري فساد سره مبارزه

Image caption احمد له ښوونځي په ښو نومرو فارغ شو، او له هغه یې څوارلسم ټولګی ولوست.

یوه ورځ په یوه لوکس رستورانت کې ناست وم، یو ځوان مې څو ځلي تر سترګو شو چي یوه کوچینۍ کتابچه یې په لاس کې وه او د مشتریانو فرمایشونه یې اخستل.

ځینې خواړه چې نومونه یې په انګرېزي و، ډېر ښه یې تلفظ کول.

د هغه یوه همکار هغه ته په "انجینر" غږ کاوه. وروسته مې پوښتنه وکړه چې ایا هغه رښتیا هم انجینر دی؟ همکار یې وویل: احمد په برېښنا کې مهارت لري خو مسلک یې انګرېزي ژبه ده. ډېر وخت وروسته یې مرکې ته ورغلم او دې ته راضي شو چې خبري رارسره وکړي.

احمد ۲۸ کلن او د دوو بچیانو خاوند و. څوارلس کاله یې زده کړې کړي وې او له بېلابېلو ادارو سره يې کار کړي و چې له جملې نه یې ناټو ځواکونه هم وه. اوس په یوه رستورانت کې ګارسون ؤ.

راته وې ویل تلیفون به راته کوي

احمد له ښوونځي په ښو نومرو فارغ شو، او له هغه یې څوارلسم ټولګی ولوست.

وروسته یې کمپیوټر او انګرېزی ژبه ولوستل او له څو بنسټونو سره یې کار وکړ.

په افغانستان کې د بهرینو ځواکونو شتون د احمد لپاره یو ښه فرصت و. څو کاله یې له ایتلافي ځواکونو سره د ژباړن په توګه کار وکړ. د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د ۲۰۱۴ کال په پای کې احمد د زرګونو ځوانانو په څېر خپل کار له لاسه ورکړ او د افغانستان حکومت احمد ته په کار موندلو کې عاجزه شو.

احمد وايي: "پر ډېرو ادارو وګرځېدم. هڅه مې وکړه پوهنې وزارت، مالیې وزارت او ان مخدره توکو پر ضد د مبارزې او څو نورو ادارو کې کار پیدا کړم. فورمې به مې ډکولې خو ځواب به یې نه راتلی، وروسته ناهیلی شوم."

احمد په همدې خواریو کې یو کابل بې روزګاره پاته شو: "په پوهنې وزارت کې مې د کار یو اعلان ولید چې شرایط یې زما تر تحصیل کښته و. خپل سندونه مې له فورمې سره ضمیمه ورولېږل. له څو مرحلو وروسته یې راته وویل باید تیلیفون ته یې منتظر شم، تر دا ننه یې زنګ نه دی راته وهلی. خو فکر نه کوم تیلیفون به راته وکړي ځکه زه نه خو د بډو لپاره پیسې لرم او نه هم واسطه."

احمد به یو له زرګونو افغان ځوانانو وي چې د زده کړو د پوره کولو ورسته بې کاره پاتې دی او د اداري فساد له امله نشي کولای کار ومومي.

ازمویني نمایشي او استخدام فرمایشي

په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د څار او ارزیابۍ ګډي کمېټې تېره میاشت یو راپور خپور کړ چې د احمد نیوکي یې په سند ورسولې.

دا راپور د پوهنې وزارت د استخدام پروسې یوه څېړنه وه چې ویې موندل هلته د اداري فساد کمی نه و. هغه حسایه چې یاد وزارت پخپله دې د ارزیابۍ بنسټ ته پلاس ورکړه ښيي چي له هغو ښوونکو نه چې دې وزارت استخدام کړي ۵۵ سلنه یې تر معیار کښته دي.

ددې کمېټې مرستیال راشد بهروز وايي: "تاسو وینئ چې د لیسانس په کچه خلک لرو چې په ظاهري توګه تر رقابتي پروسې تېرېږي خو دندي نه ورکول کېږي. د بېلګي په توګه، موږ په یوه ولایت کې ولیده چې د ښوونکي د یوه رقابتي پوست لپاره خلکو ګډون کړی و، هغه چا چې ۸۰ نومرې تر لاسه کړي وې نه و ګومارل شوی خو هغه څوک چې ۶۰ نمرې یې درلودې دنده ورکړه شوې وه."

د ښاغلي بهروز کمېټې یوه څېړنه هم په بهرنیو چارو وزارت کې کړې چې څلور میاشتي مخکي خپره شوې وه.

دې څېړني ښوولې چې پدې وزارت کې ازمویني نمایشي وې او ګومارنې فرمایشي: "په بهرنیو چارو وزارت کې زموږ د څېړني پایله دا وه چې ګومارني د خپلولۍ، بډو او سیاسي اړیکو تر اغېزي لاندي شوي وې."

هغه وویل په خدماتي او عایداتي ادارو کې وضیغت نور هم ویجاړ دی لکه د افغانستان ګمرکات چې د منابعو د لاسته راوړني غټه منبع ده.

هېڅ غټ فاسد نه دی محاکمه شوی

د ملي یووالي حکومت چې د یوه سیاسي جوړجاړي پایله وه، له اداري فساد سره مبارزه خپل لومړیتوب ښيي.

محمد اشرف غني، یو له درو فرمانونو نه د اداري فساد په هکله صادر کړ چې پایله یې ددې هېواد تر ټولو غټه او جنجالي قضیه وه: کابل بانک!

دا دوسیه یې په درو مرحلو کې، قانوني چلند، د پیسو لاسته راوړنه او د کابل بانک نوي مدیریت، سره پر مخ بوتله. که څه هم تر اوسه ندي توانېدلي چې ټولي ورکي پیسې (۵۸۰ له ۹۸۸) میلیونه ډالرو نه ترلاسه کړي خو محکمې ته د ګرمو کسانو ورپېژندل د ناظرو بنسټونو لباره یو پرمختګ و.

Image caption میلیونر یونس مومند په افغانستان کې یو مهم پوست لري او د کابل په اطرافو کي یې ۹۰ ملییونه ډالره پر یوه لوکسه مېنه پانګونه کړې.

دې حکومت ته د سمون یوه چاره دا هم ده چې د ځینو ادارو ور وټکوي.

د تدارکاتو د ملي کمېټې جوړول چې میلیون ډالري پروژې څاري، د ملي یووالي د حکومت یو بل نوښت دی چې د اداري فساد پر وړ دندې د مبارزې په موخه شوی.

دوی تر یوه کال په لږ وخت کې له ولسمشر غني سره تر شلو جلسو ډېري ناستي لرلې او څنګه چې ښاغلی غني وايي لږ و ډېر ۱۵۰ میلیونه ډالر یې سپمولي دي.

په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د نظارت او ارزیابۍ ګډه کمېټه وايي که چېرې په اداره کې فساد د تېر حکومت پایله هم وي، اوسنی حکومت مکلف دی چې دوسیې بیا وګوري او ګرم کسان و محکمې ته کش کړي – په هره کچه چې وي.

ښاغلی بهروز وايي: "تر اوسه مو ندي لیدلي چې [په فساد ککړ] لوړپوړي چارواکي دې محاکمه شوي وي. هم په تېر حکومت کې او هم په اوسني هغه کې پر خلکو نیوکې شته، خو له دې اشخاصو په صحي توګه پلټني نه دي شوې او لوی دلیل هم دا دی چې په ځینو مواردو کې حکومت د څېړنې وړتیا نه لري."

خو هغه وايي مثبته نښه دا ده چې حکومت د ناظرو بنسټونو سپارښتنو ته غوږ باسي او د هغوی ډېری وړاندیزونه عملي کوي که څه هم اصلي سپارښتنه چې "د فساد پر وړاندې د مبارزې د یوې تګلارې عملي کول دې" تر اوسه نه ده عملي شوې.

د نړیوالې ټولنې ننګونه

افغانستان د نړۍ د فساد ککړو هېوادونو په سر کې ګڼل کېږي. اداري فساد دې هېواد ته پر بهرنیو مرستو بدې اغېزې لرلي او ځينې هېوادونه خو په دې اړه فکر کوي چې خپلي مرستې وځنډوي او یا يې پر مخ ودروي.

شمېرې ښيي چې اوس هم په افغانستان کې څلور میلیارده ډالره درغلي کېږي.

خو د اداري فساد هغه ستونزې چې ګارسون احمد سر ورنه ټکوي، نور هم ورسره لاس او ګرېوان دی. ان هغه چې ژورې دولتي اړیکې هم لري د فساد له شره په امان نه دي.

میلیونر یونس مومند په افغانستان کې یو مهم پوست لري او د کابل په اطرافو کي یې ۹۰ ملییونه ډالره پر یوه لوکسه مېنه پانګونه کړې.

Image caption د اروپايي ټولنې استازی فرانز ملبین په کابل کې وايي، د کابل حکومت "ښه ګامونه" اخیستي او اروپايي اتحادیه یې لېواله کړې، خو اوس هم ډېر کارونه پاتې دي چې باید وشي.

هغه د کارونو د پرمخ وړلو لپاره یې اړ شوی چي په سلګونو لاسلیکونه واخلي، او وايي لږ پاتې دی چې لېونی شي:

"مثلاً کله چې غواړئ د ښارجوړونې له وزارته د یوې نقشې تایید واخلئ اړ به شئ د یوه لاسلیک لپاره شل یا دېرش ورځې انتظار وباسئ، زه پخپله دا تجربه لرم."

له هغه مې پوښتنه وکړه، کله دې د لاسلیک په بدل کې څه غواړي؟ وې ویل: "نو ته څه فکر کوې؟"

حکومت ددې ډول فساد نیوکې ردوي، او لپاره یې کله خو پروګروګرامونه معرفي کوي او کله هم ريښتیني او نمایشي ګامونه اخلي، خو وايي لا زیات وخت ته اړتیا لري.

ښاغلی غني وايي، دولتي قراردادونه، د ځمکو او جایدادونو غصب (املاک)، مخدره توکي، قاچاق، کانونه، بانکونه او دولتي ګومارنې په افغانستان کې د فساد له لویو سرچینو نه شمېرل کېږي. او فساد "د یو شمېر قاچاقبرو او مقاماتو" پر غاړه اچوي او وايي همدغه دي چې د ټولو نوم یې بد کړی.

د اروپايي اتحاديې ماموریت چې افغانستان ته د بهرنیو مرستو یوه برخه همغږې کوي د احمد غوندې خلکو ستونزې په ښه ډول درک کوي، او دولت ته یو حد ټاکي.

د اروپايي ټولنې استازی فرانز ملبین په کابل کې وايي، د کابل حکومت "ښه ګامونه" اخیستي او اروپايي اتحادیه یې لېواله کړې، خو اوس هم ډېر کارونه پاتې دي چې باید وشي.

Image caption د اروپايي اتحاديې ماموریت چې افغانستان ته د بهرنیو مرستو یوه برخه همغږې کوي د احمد غوندې خلکو ستونزې په ښه ډول درک کوي، او دولت ته یو حد ټاکي.

ښاغلی ملبین وايي: "واسطه، خپلپالنه او خېلپالنه او د لوړو دولتي پوستونو لپاره د بډو ورکول د افغانستان د دولت غټې ستونزې دي او دولت باید مبارزه ورسرو وکړي .... که مرستندویانو انګېرلې ده چې حکومت د فساد پر وړاندې عملي او منظم ګامونه اخلي، په اروپا کې به د ډېرو سیاستوالو او مالیه ورکوونکو لپاره سخته وي چې دلته پاتې شي."

ورته مطالب