د ملي یووالي حکومت یو کلن کار، د سړو منځ کې ښځې

د افغانستان په یوه لیرې پراته ولایت کې سیما جوینده د والۍ په توګه دنده پيل کړې. په بې وزلي غور کې کار د نور افغانستان غوندې له ننګونو ډک دی. خو ډېر په دې باور دي چې د دې بری به نورو افغانو مېرمنو ته هم د لارې مشال شي.

بي بي سي یوه ورځ په غور کې له دې والۍ سره تېره کړې ده.

د غور په تاریخ کې د هغوی لومړنۍ والۍ سيما جوینده د چغچران هوايي ډګر ته رارسېږي.

هرکلي ته یې ګڼ شمېر خلک ولاړ دي او خوشحالي کوي.

د دوی اوږده لیکه ښيي چې دلته هیلي هم زیاتي دي.

Image caption له امنیتي چارواکو سره د غونډې اصلي موضوع د غور په ځینو ناامنه ولسوالیو کې د امنیت پر ښه کېدو ورټوله وه

د امنیتي موټرونو اوږده لیکه هغه لومړی باید خپل دفتر ته سالمه ورسوي.

ورځ د شخړو د هوارولو د کمېسیون په ناستې سره پیلېږي، چېرې چې سيما یوازینۍ ښځه ده.

کمېیسیون له دولته مرور او د قومونو مشران جوړې ته کښېنوي.

د غور په اته سوه زره وګړو کې ډېری بې وزلي دي.

Image caption د غور خلک په کم عاید او کرنیزو کارونو ګوزاره کوي

سيما خپل امېل وپلوره چې یو جومات جوړ کړي او مخالفین خوشحاله کړي، خو هر وخت بریالۍ نه وي.

د جومات جوړول یو سیمبولیک ګام دی، د ښار د مینځ سیند د دواړو غاړو اوسېدنکي یوازې یوه پله وصل کړي.

دا پول هم د والي د خوندیتوب په خاطر تړل کېږي.

تر ټول لو پوښتنه داده چې د یوي ښځي لپاره په غور کې کار کول څنګه دي؟

Image caption د غور له بندیانو سره د والۍ کتنه

''تر اوسه خو له داسي چا سره نه یم مخ شوې چي سرغړونه کوي، کیدای شي دا زموږ د ازمویني دوره وي، زموږ د ریسانو لپارو، د ولسوالانو لپاره، او هم زما لپاره چې خلګ ما و ازمويي.''

سيما جوینده په پای کې د ښځینه بندیانو لیدنې ته ځي او له هغو کسانو سره د زړه خواله وکړي چې ډېری یې د ناموسي لاملونو په نامه دلته شپې تېروي.

ټول د سولې په هیله دي. د سیما جوینده هر کار ته سترګې نیول شوي، بری به یې یوازې خپل نه بلکې د ډېرو ښځو لپاره لار پرانیزي.

Image caption غور په تېره یوه لسیزه کې لږ پرمختګ کړی، یوازې په ښار کې سړکونه پاخه دي، خو د مرکز په څنډو کې خام دي

ورته مطالب