د کندوز د کنترول لپاره سختې نښتې روانې دي

د انځور حقوق EPA
Image caption ګهیځ وختي دولتي ځواکونو ښار ته ننوتل، خو ژر د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه بیا پیل شوه.

د افغانستان په شمالي ښار کندوز کې د چاودنو او ډزو راپورونه ورکړل شوي دي، په داسې حال کې چې افغان حکومتي ځواکونه هڅه کوي ښار کې خپله ولکه لا ټینګه کړي، چې روانه اوونۍ طالبانو نیولی و.

د پنجشنبې ورځې (اکتوبر لومړۍ) له غرمې وروسته طالبانو د ښار مرکزي څلورلارې ونیوله او خپل بیرغ یې په کې بیا ورپاوه.

اوس ویل کېږي د ښار ډېره برخه د حکومتي ځواکونو په کنترول کې ده خو د طالبانو پاتې کسان لا هم مقاومت کوي.

د پنجشنبې ټوله ورځ د ښار واټونو او سړکونو کې نښتې روانې وې.

ډېر طالب جنګیالي اوس د ښار څنډو ته په شا تمبول شوي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د ای ایف پي خبري اژانس ته وویل، حکومتي ځواکونه اوس د کندوز ښار کنترول په لاس کې لري.

د نوموړي په وینا، عملیات یو څه وخت ته اړتیا لري ځکه د طالبانو پاتې اورپکي د ملکي خلکو له کورونو ډزې کوي او په ځینو ځایونو کې ماینونه هم ځای پر ځای شوي دي.

وسله وال طالبان دا ردوي، چې ګواکې د ښار کنترول یې له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن (اکتوبر لومړۍ) په دې تړاو په یوه خبري غونډه کې وویل:

"هیله ده چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پرېکړو یا وړتیا په اړه د شک او تردید فضا له منځه تللې وي."

"لویه نېکمرغي دا وه چې افغان ځواکونو په جګړه کې شهید نه درلود."

ښاغلي غني وویل افغان ځواکونو ثابته کړه چې هم انګېزه لري، هم اراده او هم وړتیا.

افغان ولسمشر ومنله چې جګړه لا هم دوام لري، "زموږ ځواکونو، له کندوز پرته، په مختلفو نورو ولایاتو کې فعالیت کړی، پرمختګ یې هم کړې او ستونزې یې هم لرلې."

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ناټو ځانګړي ځواکونه هم تېره ورځ کندوز ته رسیدلي وو

"د کال له پیله مې یادونه کړې وه چې روان کال به له امنیتي او دفاعي پلوه یو ننګونکي کال وي، چې وړاندوېنه مو له بده مرغه سمه وخته."

نوموړي دغه راز وویل، هغه اشخاص چې د واسطې، سیاسي نفوذ له لارې ټاکل شوي وو، له بده مرغه، له صحنې وتښتېدل.

"خو هغه کسان چې د اشخاصو په توګه په ازادنه توګه ګومارل شوي وو، له خپلو ځانونو یې زړه ورتیا وښوده او ثابته یې کړه چې د هېواد لپاره سرښندنه کولی شي."

ښاغلي غني وویل،پر کندوز د برید او سقوط د تحقیق او څېړنې لپاره یې کمېسون ټاکلی چې قضیه وڅېړي او هر چا چې مسولیت کې ناغېړي کړې وي، د افغانستان د قوانینو پر بنسټ به سزا ورکړل شي.

بله خوا د کندوز پخواني والي محمد عمر صافي ویلي، د کندوز سقوط لپاره باید دې پړ و نه بلل شي ځکه لا له وړاندې یې مرکزي حکومت ته خبرداری ورکړی و چې سیمه کې حکومتولي له دریو ننګونو سره مخامخه ده: طالبان، نا قانونه وسله والې ډلې او مافیا.

د انځور حقوق epa
Image caption نن له سختې نښتې وروسته افغان ځواکونه وتوانیدل د امام صاحب ولسوالۍ کنترول تر لاسه کړي

نوموړي ویلي، هېچا یې خبرې جدي و نه بللې او دا چې دی هېڅ راز مسولیت منلو ته چمتو نه دی.

تر دې مخکې، زموږ همکار احمد یما په خپل رپوټ کې ویلي وو، چې د کندوز ښاریان په خپلو کورونو کې ایسار پاتې دي او ان نه شي کولای د لومړنیو اړتیاوو توکو رانیولو لپاره هم له کورنو بهر ته ووځي.

بل لور ته د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په یوه خبرې غونډه کې له کندوزه د جګړو پایله کې د بیځایه شویو کسانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه وايي په کندوز کې حالت پرلپسې توګه بدلیږي او وايي په ښار کې د جګړې برخلیک په اړه څه نه شي ویل کېدای.

بل لور ته کندوز کې د عامې روغتیا یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، چې نژدې ۵۰ کسه ټپیان د نن نښتو پایلې کې روغتونونو ته لېږدول شوي دي، چې وايي ډېری یې ملکي کسان دي.

د نژدې ۳۰۰ زره نفوسو درلودونکي کندوز ښار له ستراتیژیکي او اقتصادي پلوه د افغانستان له مهمو ښارونو یو بلل کېږي.

د انځور حقوق AP
Image caption ګهیځ د امنیتي ځواکونو له رسیدو وروسته ډېر ژر د ښار په بېلو برخو کې جګړه بیا پیل شوه

افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه په ورته مهال له بېلو لوریو د ښار بېرته نیولو لپاره داسې حال کې بریدونه پیل کړل، چې د ناټو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره مل و.

امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په ګهیځ وویل، چې د ښار ډېری مهم ځایونه یې بېرته نیولي دي.

د دوی په وینا له دوو سوو ډېر وسله وال په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټر پیغام کې ولیکل، چې د ښار کنترول تر لاسه شوی دی، خو وروسته یې بیا ولیکل، چې ښار کې د وروستیو پاتې مورچلونو پاکارۍ لپاره چاڼیز عملیات پیل شوي دي، چې وايي کېدای شي څو ورځې وخت ونیسي.

ځینې ښاریان وايي په ښار کې یې هر لور ته د وژل شویو طالبانو پراته مړي لیدلي دي.

د عامې روغتیا مشر سعد مختار وايي، چې د تېرو دریو ورځو جګړې پایله کې د ۴۷ کسانو مړي روغتونونو ته لېږدول شوي دي او تر ۳۷۲ کسانو پورې ټپیان ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.