افغانستان: له موبایل کاروونکو لسګونه میلیونه مالیه ټوله شوې

د انځور حقوق Reuters
Image caption افغان دولت د مبایل پر کاروونکو لس سلنه مالیه لګولی

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزیر عبدالرزاق وحیدي وايي، په یوه اونۍ کې یې د موبایل له کاروونکو ۷۸ میلیونه افغانۍ مالیه راټوله کړې ده.

د مخابراتو وزیر نن ( اکتوبر ۳ ) په یوه خبري غونډه کې وویل، د مخابراتي شرکتونو د استعمال شويو کریډت کارتونو د کره شمېرنې لپاره یې داسې سیستم جوړ کړی، چې کولای شي د مخابراتي شرکتونو کارول شوي اعتبار کارتونه وشمېري:

' د تلې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې مو د کریډټ کارتونو له درکه په ټوله کې له ۷۸ میلیونه زیاتې افغانۍ د مبایل له کاروونکو راټولې کړې دي.

د دغو مالیاتو د راټولو لپاره او روڼتیا لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه.

د مخابراتو وزارت کار کوونکو د مخابراتي مالیې راټولو لپاره یو روڼ سیستم جوړ کړی چې کولای شي، د مبایل د کاروونکو یوه – یوه افغانۍ وشمېرې.'

افغان دولت د موبایل پر کاروونکو لس سلنه مالیه لګولی چې د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې د مبایل د کاروونکو له حسابه ګرځول کېږي.