د بغلان پولیس: له طالبانو مو تاله او برفک ولسوالي بېرته ونیوله

د انځور حقوق f

د افغانستان شمالي بغلان پولیس وايي، د ولسي خلکو د پاڅون په همکارۍ افغان ځواکونو تاله او برفک ولسوالي له طالبانو بېرته نیولې ده.

د بغلان د پولیسو مشر عبدالجبار پردلي، بي بي سي ته وویل، یاده ولسوالي دوه ورځې وړاندې طالبانو نیولې وه، چې بالاخره د تېرې شنبې په ورځ ماښام شپږ بجې یې له لاسه ووتله.

نوموړی وايي، طالبانو دوه پوځي موټر هم نیولي وو، چې یو یې پولیسو بېرته نیولی چې د بل موټر او هغو وسلو د بېرته نیولو هڅې روانې دي، چې طالبانو نیولي دي.

دی زیاتوي، څلور طالب جنګیالي هغه مهال ونیول شول، چې د سالنګ لویه لارې د ناامنه کولو فعالیت یې کاوه.

پر همدې مهال، طالبانو د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې، خو تر اوسه حکومتي چارواکي په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېره ورځ (شنبه)، د افغانستان شمالي جوزجان او سرپل ولایتونو سیمه ییزو چارواکو وویل، د جوزجان ولایت په درو ولسواليو (درزاب، مینګیک، او خماب) او د سرپل ولایت کوهستاناتو ولسوالیو کې یې د طالبانو د بریدونو مخه نیولې ده.

طالبانو په وروستیو کې د افغانستان شمالي سیمو کې هم مهاله لوی بریدونه پیل کړي، چې تېره اونۍ یې د کندوز ستراتیژیک ښار ونیو، چې تر اوسه جګړه پکې روانه ده.

د افغانستان دولت د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، د کندوز ښار ځینې برخې یې له طالبانو بېرته نیولې، خو په ښار کې لاهم جګړه روانه ده، خو طالبان وايي، ښار له دوی سره دی.

تېره ورځ هم حکومت اعلان وکړ، چې د بدخشان ولایت بهارک ولسوالي یې له طالبان بېرته نیولې او افغان ځواکونه د وردوج ولسوالۍ د بېرته نیولو هڅې کوي.

ورته مطالب