بې پولې ډاکټران: بې پرې نړیوال پلاوی دې پر روغتون برید وڅېړي

د انځور حقوق AP
Image caption بې پولې ډاکټران وايي وروسته له هغې چې په کندوز کې يې روغتون په يوه هوايي بريد کې په نښه شو، او ۱۲ کارکوونکي او اوه ولسي وګړي پکې ووژل شول، دغلته خپل فعاليت دروي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ویلي، په کندوز کې د ناټو ځواکونو له خوا پر روغتون برید دې د یوه بې پرې نړیوال پلاوي له خوا وڅېړل شي.

رویټرز خبري آژانس ددغې ټولنې د یوه چارواکي له قوله ویلي، دوی د امریکا د پوځ له لوري په یوازې سر د برید په تړاو پر څېړنې باوري نه دي.

پر همدې مهال، د بې پولې ډاکټرانو عمومي مشر کریسټوفر سټوک ویلي: "دا چې دا یو جنګي جنایت ګڼل کېدای شي، د بې پولې ډاکټران د پېښې په تړاو د یوه بې پرې نړیوال پلاوي له خوا د بشپړې او شفافې څېړنې غوښتنه کوي."

بل خوا، د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي د امریکا واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ادعا کړې، چې د طالبانو اړوندو کسانو له څو ورځو راهیسې پر افغان او نړیوالو ځواکونو له دغه روغتون نه ډزې کولې.

ښاغلی دانشي زیاتوي: "سل په سلو کې د طالبانو له خوا د روغتون له ودانۍ ګټه اخیستل کېده. روغتون یو پراخه باغ لري چې طالبان همالته وو خو موږ تر یوه وخته ددوی ډزې وزغملې".

Image caption د بې پولې ډاکټرانو سازمان یا MSF وايي، کندوز کې هوايي برید د دوی ۱۲ کار کوونکي او اوه ولسي وګړي وژلي

بې پولې ډاکټران وايي وروسته له هغې چې په کندوز کې يې روغتون په يوه هوايي بريد کې په نښه شو، او ۱۲ کارکوونکي او اوه ولسي وګړي پکې ووژل شول، دغلته خپل فعاليت دروي.

بريد کې د بې پولې ډاکټرانو د کارکوونکو په ګډون ۱۹ کسان ووژل شول.

دوی د بريد پړه پر امريکا اچوي.

د سازمان يو وياند روپېټ کالوېل وايي:

''دا روغتون دی. دلته روغتيايي کارکوونکي، ټپيان شوي ملکيان او ناروغان وو. بريد کوونکي بايد دوی ته زيان و نه رسوي، آن که وسلوال دغه ځای ته نژدې هم وي دوی د بريد حق نه لري''.

دغه خیریه سازمان وايي، ځینې ډاکټران یې د کندوز نورو روغتونونو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په جګړه کې د ټپي شویو کسانو درملنه کوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د برید په اړه خواشیني ښودلې او وايي د دفاع وزارت له لوري ددغه برید د پلټنې پایلو ته په انتظار دی.

افغان حکومت ادعا کوي، چې د کندوز ښار ډېری برخې یې له طالبانو بېرته نیولې دي، خو کندوز کې عیني شاهدان وايي، له تېرو شپږو ورځو راهیسې لاهم په ښار او شاوخوا څنډو کې جګړه روانه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویلي، په کندوز ښار کې پر روغتون برید که په قصدي ډول شوی وي، جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.

ددغه سازمان کمېشنر زید رعد الحسین ویلي، د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د برید لپاره هېڅ توجیه او دلیل نه شي موندل کېدای، چې په وینا یې که چېرې په څېړنه کې ثابته شي، چې دا برید په لوی لاس شوی، نو جنګي جرم ګڼل کېدای شي.

د انځور حقوق MSF
Image caption دغه خیریه سازمان وايي، ځینې ډاکټران یې د کندوز نورو روغتونونو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په جګړه کې د ټپي شویو کسانو درملنه کوي.

بل خوا، ولسمشر اشرف غني ویلي، په دې هېواد کې ناټو ځواکونو د یادې بمبارۍ له کبله بښنه غوښتې ده.

ورته مطالب