د افغانستان حکومت دولتي تحصیلي بورسيې ځنډولې

د لوړو زده کړو وزارت وياند صفي الله جلالزى
Image caption د لوړو زده کړو وزارت وياند صفي الله جلالزى، وايي دوى ايله دومره بوديجه لري چې استول شوي محصلين وساتي

د افغانستان حکومت په دولتي لګښت بهر ته د افغان محصلينو د استولو لړۍ ځنډولې ده. د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، لامل يې د بوديجې نشتوالي دى. د افغانستان حکومت له څو کلونو راهیسې هر کال شاوخوا ٤٠٠ تنه د لوړو زده کړو لپاره نورو هېوادونو ته استول.

د پوهنتونونو استادان، دولتي کارکوونکي او تر ډېره د کانکور ازموينې ممتاز ګډونوال له دې تحصيلي بورسونو برخمن کېدل.

بهر ته په دولتي لګښت د محصلینو استول د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي پرمهال پیل شول. په ۱۳۹۰ کال په لومړي ځل ۴۲۰ کسان ترکیې او هند ته د زده کړو لپاره واستول شول.

ددې محصلينو شمېر اوسمهال شاوخوا ٢۴٠٠ تنو ته رسېږي، د هر يوه لګښت په اوسط ډول د کال ٧٠٠٠ ډالره دى. خو دا دى څلور کاله پس د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، دوى بهر ته د نورو محصلينو استولو وس نه لري.

د دې وزارت وياند صفي الله جلالزى، وايي دوى ايله دومره بوديجه لري چې استول شوي محصلين وساتي.

" لکه څنګه چې تاسو معلومات لرئ د افغانستان مالیې وزارت د بودیجې له کسر سره مخ دی. نو متاسفانه چې موږ ونشوای کولی د دولتي بورسونو لپاره سږکال بودیجه ترلاسه کړو. نو نورو هېوادونو د دولت په مصرف د محصلینو استول ځنډېدلی دی."

پر استول شويو محصلينو د کال ١٧ ميليون ډالره لګښت راځي. دوى په هند، ترکيه، ماليزيا او تايلنډ کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړې کوي.

له دې ډلې ۸۷ کسان د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره تللي او پاتې ټول د لسانس دورې محصلین دي. ټاکل شوې وه د روان ۱۳۹۴ کال په لومړیو کې ۵۱۳ تنه نور محصلین هم واستول شي، خو دولت یې د لګښت وس نه لري.

اوس چې دوی له دولتي بورسونو برخمن نه شول، د لوړو زده کړو وزارت دوی ته د امتیاز په ډول لومړیتوب ورکوي د هغو وړیا بورسونو لپاره سیالي وکړي چې نور هېوادونه یې هر کال افغانستان ته ورکوي:

"د قزاقستان حکومت پنځوس بورسونه پیشنهاد کړي وو او ددې بورسونو لپاره موږ ۵۱۳ وړ کسان درلودل. له دې ډلې ۲۵۰ کسان راغلل، ازموینه واخیستل شوه. په اوله مرحله کې تقریباً ۹۲ کسان کامیاب شوي، په دویمه مرحله کې سفارت خپل معیارونه لري، له دې ۹۲ کسانو بیا امتحان اخلي او پنځوس کسان انتخابوي."

دولتي کارکوونکي

احمد فایض د هغو محصلینو له ډلې دی چې په ازموینه کې بریالی شوی او ډېر ژر به د انجنیرۍ په برخه کې د زده کړو لپاره قزاقستان لاړ شي. فایض د وزارت له پرېکړې خوښي وښوده چې دوی ته یې لومړیتوب ورکړ:

"تېر کال مې کابل کې د کانکور ازموینه کې ۳۵۱ نومرې واخیستې. د قزاقستان رقابتي بورسونو ته معرفي شوم. د ۲۶۶ کسانو له ډلې ۹۲ کسان بریالي شول. وروسته یې انټرویو واخیسته زه پکې ۲۴ شوم. خوښ یم چې اوس به یوه پرمختللي هېواد کې زده کړې کوم."

په دولتي بورسونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره تر ډېره دولتي کارکوونکي غوره کېږي او د لیسانس لپاره له هر ولایته هغه لس کسان استول کېږي چې کانکور ازموينه کې تر نورو لوړې نومرې واخلي.

د انځور حقوق

د دولتي بورسونو ترڅنګ ځينې هېوادونه هر کال افغان ځوانانو ته سلګونه وړيا تحصيلي بورسونه ورکوي. ځينې نور بيا په خپلو شخصي لګښتونو بهر ته د زده کړو لپاره ځي.

هرکال د هند، ترکیې، جاپان، امریکا او مالیزیا په ګډون ۱۶ هېوادونه افغان محصلینو ته تحصیلي بورسونه ځانګړي کوي.

وړاندې یې د بودیجې د نشتوالي له کبله روان کال د شپې پوهنتونو ته د محصلینو د جذب لړۍ ودروله.

اوسمهال تر ۱۵ زرو ډېر افغان ځوانان په نورو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي.

د ننه افغانستان کې د محصلینو شمېر ۳۰۰ زرو ته رسېږي چې په شاوخوا ۱۵۰ دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو کې زده کړې کوي.