جنرال کمبل: د کندوز پر روغتون بمباري د افغان ځواکونو په غوښتنې شوې

جنرال کمبل د انځور حقوق AFP
Image caption جنرال کمبل زیاتوي، امریکا او افغانستان د برید په اړه ''بشپړه او شفافه'' څېړنه کوي، که چېرې برید په تېروتنې شوی وي، بښنه به وغواړي او د دې تېروتنې عاملین به راټینګ کړي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمبل د امریکا دفاع وزارت کې یوې خبري غونډې ته ویلي، ځواکونو یې کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر ر وغتون برید د افغان ځواکونو د غوښتنې بربنسټ کړی دی.

نوموړي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ (اکتوبر پنځمه) یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وویل د برید په اړه پلټنه دوام لري، خو څېړونکې ډلې ویلي، دا برید د امریکایانو په غوښتنې نه دی شوی، بلکې د افغانانو په غوښتنې شوی دی.

وړاندې، د امریکا دولت ویلي وو، دا برید د روغتون په انګړ کې پر امریکايي پوځيانو د ډزو په مقابل کې شوی دی.

جنرال کمبل زیاتوي، امریکا او افغانستان د برید په اړه ''بشپړه او شفافه'' څېړنه کوي، که چېرې برید په تېروتنې شوی وي، بښنه به وغواړي او د دې تېروتنې عاملین به راټینګ کړي.

په دې برید کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون په نښه شوی، چې لږترلږه ۲۲ کسان پکې وژل شوي.

د تېرې دوشنبې په ورځ، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند ظفر هاشمي بي بي سي ته وویل، ولسمشر اشرف غني له جنرال کمبل سره په خبرو کې د برید اصلي لامل پوښتلی دی:

''دا چې موږ ګډه څېړنه کوو، دلیل یې دا دی چې خپلواکه څېړنه ترسره کړو''.

پر همدې مهال، د کندوز نوي ټاکل شوي سرپرست والي حمدالله دانشي بي بي سي ته وړاندې ویلي وو، امریکايي ځواکونو یوازې د روغتون انګړ کې باغ بمبار کړی او د روغتون ودانۍ طالبانو الوځولې ده:

د انځور حقوق AP
Image caption یوه عیني شاهد، چې د برید پرمهال د روغتون په ودانۍ کې و، بي بي سي ته د خپل نوم نه ښوولو په شرط ویلي، د بمبار پر مهال وسله وال طالبان په روغتون کې و او پر افغان او نړیوالو ځواکونو یې ډزې کولې.

''په یقین سره ویلی شم چې طالب جنګیالیو د روغتون په باغ کې سنګر نیولی و او له هغه ځایه یې پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې. دا ځای د دوی له ټینګو سنګرونو څخه و.''

یوه عیني شاهد، چې د برید پرمهال د روغتون په ودانۍ کې و، بي بي سي ته د خپل نوم نه ښوولو په شرط ویلي، د بمبار پر مهال وسله وال طالبان په روغتون کې و او پر افغان او نړیوالو ځواکونو یې ډزې کولې.

د ''بې پولې ډاکټرانو'' ټولنې په روغتون کې د طالب جنګیالیو د حضور په اړه رپوټونه رد کړي او وايي چې د برید پرمهال د دوی له ځینو کارکوونکو او ناروغانو پرته نور هېڅوک نه وو.

دغې ټولنې د یوه بې پرې نړیوال پلاوي له خوا د شفافې څېړنې غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب