د فاریاب پولیس: پر میمنې ښار د طالبانو برید ناکام شو

Image caption د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، طالبان یې په جګړه کې په شا کړي دي.

د افغانستان شمالي فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، د طالبانو یو ډله ییز برید له اته ساعته جګړې وروسته ناکام کړ، چې غوښتل یې د میمنې ښار ونیسي.

د فاریاب د پولیسو د امنیت آمر بریالي بشریار پرواني بي بي سي ته وویل، د طالبانو اړوندو کسانو تېره شپه (یکشنبه/ تله ۱۲مه) له پنځو خواوو د فاریاب پر مرکز میمنې ښار بریدونه وکړل.

نوموړی وايي، نښته په ځايي وخت د شپې له نهو بجو پیل شوه او د ګهیځ تر څه کمو شپږو بجو یې دوام درلود؛ خو طالبانو ونه کړای شو چې ښار ونیسي.

دی وايي، په دې نښته کې د طالبانو نژدې ۲۳ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

پرواني زیاتوي، اوس طالبان له ښاره لیرې دي، خو په نښته کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

نوموړی ادعا کوي، چې په دې برید کې د برید کوونکو وسله والو طالبانو شمېر تر ۸۰۰ ډېر و.

د افغانستان شمالي ولایتونه په وروستیو میاشتو کې د تېر په پرتله ډېر نارامه شوي، چې تر اوسه پکې جګړې روانې دي.

Image caption څو میاشتې وړاندې، فاریاب د خونړیو نښتو شاهد و، چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د حکومت له مخالفو وسله والو سره د جګړې په پلمه فاریاب ته ولاړ او له ستنېدو وروسته یې اعدا وکړه چې دا ولایت یې له طالبانو او د ''اسلامي دولت'' ډلې له جنګیالیو پاک کړی دی.

د تېرې دوشنبې په ورځ طالبانو د کندوز ښار ونیو، چې تر اوسه افغان ځواکونه او طالبان پکې جنګېږي، خو افغان حکومت ادعا کوي چې د ښار له منځه یې طالبان پسې اخیستي او اوس د ښار په څنډو کې جګړه روانه ده.

څو میاشتې وړاندې، فاریاب د خونړیو نښتو شاهد و، چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د حکومت له مخالفو وسله والو سره د جګړې په پلمه فاریاب ته ولاړ او له ستنېدو وروسته یې ادعا وکړه چې دا ولایت یې له طالبانو او د ''اسلامي دولت'' ډلې له جنګیالیو پاک کړی دی.

پر سرپل برید

بل خوا، د یوه بل شمالي سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، طالبانو تېره شپه د ښار پر یوې څنډې برید کړی.

سیمه ییز چارواکي وايي، لاهم د سرپل کوهستاناتو ولسوالۍ کې لسګونه افغان پوځيان بند پاتې دي.

د سرپل د امنیتې قومندان محمد آصف جبارخېل وايي، په کوهستاناتو ولسوالۍ کې افغان ځواکونو شاتګ کړی او ښار ته راستانه شوي، خو په دې ولسوالۍ کې ځينې ځواکونه بند پاتې دي.

ښاغلي جبارخېل زیاته کړه، د کوهستاناتو ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره چمتووالی روان دی.

د انځور حقوق
Image caption د سرپل د امنیتې قومندان محمد آصف جبارخېل وايي، په کوهستاناتو ولسوالۍ کې افغان ځواکونو شاتګ کړی او ښار ته راستانه شوي، خو په دې ولسوالۍ کې ځينې ځواکونه بند پاتې دي.

دی وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د سرپل د مرکز پر یوې څنډې برید وکړ، خو وايي د برید مخه یې نیول شوې ده.

ورته مطالب