ننګرهار کې وسله والو د ګوزڼ واکسین بند کړي

سلیم خان کندوزی د انځور حقوق
Image caption د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د کمپاین د پیل پر وخت پر هغو خلکو چې د پولیو د واکسین مخه نیسي غږ وکړ، چې روغتیایي خدمتونه دې د سیاسې موخو لپاره نه کاروي.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت چارواکي وايي د ګوزڼ پرضد تازه مبارزه يې داسې مهال پیل کړې، چې په دغه ولایت کې د پولیو پنځه نوې پېښې موندل شوې دي.

چارواکي وايي شاوخوا څلویښت زره کوچنیان به د جګړو په سیمو کې دا ځل له واکسین پاتې شي.

نا امنیو او د حکومت مخالفې د نوې وسلوالې ډلې ''اسلامي دولت'' راپورته کېدو په ننګرهار کې زرګونه کوچنیان د پولیو پر ضد له واکسین پاتې کړي.

دغه خبره د ننګرهار د روغتیا مشر ډاکټر نجیب الله کامه وال د کمپاین د پیل پر وخت وکړه.

ښاغلی کامه وال وايي په ننګرهار کې د پولیو پنځه نوې پېښې شوې، چې ډېرې يې په اچین ولسوالۍ کې دي، هلته چې حکومت او ''اسلامي دولت'' لا هم په جګړو لګیا دي:

''اوس زموږ کمپاین په هغو سیمو کې نشته، چې جګړه پکې روانه ده، چې شاوخوا څلوېښت زره ماشومان به له واکسین نه پاتې شي. زموږ هدف شپږ لکه او اوه ویشت زره ماشومان دي، خو په دې کې څلوېښت زره پاتې کېږي. په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې لرو چې څلور یې په اچین مومند او یوه د شېرزادو ساحه کې ده.''

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د کمپاین د پیل پر وخت پر هغو خلکو چې د پولیو د واکسین مخه نیسي غږ وکړ، چې روغتیایي خدمتونه دې د سیاسې موخو لپاره نه کاروي.

نوموړي له قومي مشرانو او رسنیو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه:

''روغتیايي موضوعات، په تېره بیا د ګوزڼ موضوع باید سیاسي نه شي، او په ناامنه سیمو کې باید داسې ستونزه رامنځ ته نه شي، چې موږ ونه کړای شو د ستونزو حل لپاره ځانونه ورسوو. له تاسو مو هیله دا ده چې زموږ دا پیغام ورسوئ او په دې کمپاین کې له موږ سره همکاري وکړي.''

د انځور حقوق AFP
Image caption تر دې وړاندې په ننګرهار یوازې شپږ ویشت زره کوچنیان له واکسین پاتې کېدل، خو په دې وروستیو کې دغه شمېره څلوېښت زرو ته پورته شوه، چې په شیرزادو ولسوالۍ کې یې د یوې کوچنۍ ژوند هم واخیست.

د ننګرهار په نژدې پنځو ولسوالیو کې د پولیو پرضد د واکسین مخه نیول شوې، د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي که د رضاکاراونو مخه ونه نیول شي، څه باندې شپږ سوه زره کوچنیان به واکسین شي.

تر دې وړاندې په ننګرهار یوازې شپږ ویشت زره کوچنیان له واکسین پاتې کېدل، خو په دې وروستیو کې دغه شمېره څلوېښت زرو ته پورته شوه، چې په شیرزادو ولسوالۍ کې یې د یوې کوچنۍ ژوند هم واخیست.

ورته مطالب