افغانستان کې د امریکا ۱۴ کاله تېر شول خو جګړه ختمه نه شوه

Image caption په ٢٠١٢ کال کې د ناټو لخوا د پوځيانو په راکمولو موافقه وشوه، چې د پلان ترمخه امريکا به د راتلونکي ميلادي کال تر پايه يوازې زر پوځيان په افغانستان کې پرېږدي

له ننه١٤ کاله وړاندې په همدې ورځ يانې د اکتوبر په ۷ نېټه امريکا د سپتامبر د بريدونو په ځواب کې په افغانستان بريدونه پيل کړل. د بريد هدف د سپتامبر د يوولسمې د بريدونو په ترسره کولو تورن د القاعدې د مشر نيول وو.

امريکا سره په پيل کې برتانيا او اسټراليا هم ملگرې وو، چې وروسته په کې د نورو هېوادو ورگډېډو سره د افغانستان په جگړې کې د شاملو هېوادو شمېر له څلويښتو واوښت. د امريکا حکومت په دې کې پاتې راغى، چې بن لادن ونيسي خو د طالبانو حکومت يې له منځه يوړ او د طالبانو مشرتابه ډېر غړي د افغانستان لرې پرتو سيمو او له پولې پورې پاکستان ته واوښتل.

تېرو ١٤ کالونو کې زرگونه افغانانو، چې کره شمېر يې نه دي معلومې او له ٤٠٠٠ زياتو بهرنيانو په جگړې کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دی.

امريکا له بريده نژدې لس کاله وروسته د ٢٠١١کال دمې په ۲ نېټه د القاعدې مشر په پاکستان کې وواژه.

۱۴ کاله تېرېدو سره سره د افغانستان په بيلابېلو سيمو کې جگړه روانه ده، طالبانو په لومړي ځل تېره اونۍ د افغانستان يو مهم ښار کندوز ونيو، چې اوس هم هغه ځای نه د جگړو راپورونه ورکول کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption امريکا سره په پيل کې برتانيا او اسټراليا هم ملگرې وو، چې وروسته په کې د نورو هېوادو ورگډېډو سره د افغانستان په جگړې کې د شاملو هېوادو شمېر له څلويښتو واوښت

د هېوادو په ځينو برخو کې د جگړو دوام سره په تېرو ١٤ کالونو کې د ژوندانه په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ پرمختگ شوى دى. د افغانستان په جگړې کې لسگونه زره بهرنېو پوځيانو برخه واخېستله.

په ٢٠١٢ کال کې د ناټو لخوا د پوځيانو په راکمولو موافقه وشوه، چې د پلان ترمخه امريکا به د راتلونکي ميلادي کال تر پايه يوازې زر پوځيان په افغانستان کې پرېږدي.

خو همدا پرون د بريد د ١٤ مې کاليزې له پوره کېدو يو ورځ وړاندې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان د امريکا د مشرانو جرگې ته د وينا پر مهال د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو وړتيا دې ويلو سره کمه وبلله، چې "تر دې دمه تر کافي کچې نه دي روزل شوي او بايد ولسمشر اوباما افغانستان څخه د پوځيانو د ايستلو په پروگرام له سره غور وکړي".

د انځور حقوق Getty
Image caption د بريد هدف د سپتامبر د يوولسمې د بريدونو په ترسره کولو تورن د القاعدې د مشر نيول وو

ورته مطالب