له کندوز نه یوازې بلخ ته له یونیم زرو ډېر کسان کډه شوي

د افغانستان په شمال کې له کندوز ولایت نه ۱۶۵۷ تنه د جګړو له امله مزارشریف ته کډوال شوي دي.

لسګونه کورنۍ د مزارشریف له هوايي ډګر سره نژدې د حاجیانو په یوه پنډغالي کې ځای پرځای شوي دي.

بیځایه شوي کسان وايي، چې خپل ټول شته یې پرېښي اویواځې سرونه یې ژغورلي دي.

امیربریال له مزارشریف څخه په دې اړه لیکي، کندوزي کډوالو په خپله سیمه کې د جګړو او نا امني له وېرې د مزارشریف د حاجیانو یوه پنډغالي ته پناه وړي.

پرون ( اکتوبر ۶) ېې شمېر ۹۰ کورنۍ وو خو نن یې شمېره ۲۱۴ کورنیو ته لوړه شوی او څه باندې ۳۰ کورنۍ لا د نوم لیکنې لپاره په قطار کې ولاړې دي.

دغه ډېری کسان ترهغې وروسته راتښتیدلي، چې خپلوان او يايې د کورنیو غړي د دولت د مخالفو وسلوالو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتو وژل شوي دي.

هغوی چې په ګاډو کې مزارشریف ته رسیدلي پر لاره شته خطرونو ویرولي دي.

د سرپناه د کمښت له کبله د دغو کډوالو ښځې او ماشومان د پنډغالي د ودانۍ په یوه پوړ کې او نارینه په بل پوړ کې ځای پرځای شوي دي.

د انځور حقوق epa

ددغه پنډغالي په هره کوټه کې دوې، درې کورنۍ یوځای اوسېږي خو د ماشومانو شورمامشور د دوی ترمنځ ناروغو کسانو ته سرخوږی جوړ کړی. یو تن کډوال نوروز وايي: "مونږه یوازې سر ژغورلی، هیڅ مو له ځان سره نه دي را وړي. موږ ټول لس نارینه په یوه کوټه کې اوسېږو او ښځې بیا درې درې کورنۍ په یوه کوټه کې شپه سبا کوي".

د بلخ ولایت د کډوالو ریاست د بېړنیو حالاتو مدیر فرید احمد وایې، تراوسه پورې یواځې د یوه افغان سوداګریز شرکت له لوري دغرمې او ماښام پاخه خواړه بې ځایه شویو ته ورسوي.

یو شمیر موسسو بیا کمبلې او د څښاک د اوبو د رسولو چاره پرغاړه اخیستې.

خو نوموړی وايي، لویه ستونزه د ځای نشتوالی دی، چې په وینا یې نور په دغه پنډغالي کې امکان نه لري او باید بل پنډغالی جوړ شي.

دغو کډوالو نه د ماشومانو ښونځي او زده کړې پاتې شوې دي.

دغه رنګه جګړو له نورو شمالي ولایتونو فاریاب او سرپل څخه یو شمېر کورنۍ اړ کړې، چې خپلې سیمې پریږدي او کډوال شي.

له پنډغالو ور هاخوا ګڼو کډوالو په نسبتاً امنو ښارونو کې له خپلو خپلوانو سره هم اړولي دي.

د دوی په اړه تر اوسه پورې کره سروې نه ده تر سره شوې.

د انځور حقوق AFP

دا چې په ټول شمال کې د نا امنیو له وېرې څومره کسان بې کوره شوي دي، کره شمېره یې نه ده معلومه.

ورته مطالب