"د کندوز پر روغتون برید اصلاً پر جینیوا کنوانسیون برید دی"

د انځور حقوق AFP

بې پولې ډاکټران وايي، د کندوز په ښار کې د دغه سازمان تر نظر لاندې روغتون باندې د امریکايي ځواکونو لخوا هوايي برید نه یوازې دا چې پر یو طبي مرکز برید دی بلکې د جینیوا پر کنوانسیون برید دی.

د دغه کنوانسیون ۳۵مه ماده، د ټپیانو، ناروغانو او ملکي وګړو د سرپناه په توګه پر ثبت شوی ځای باندې له مستقیم برید څخه په جګړه کې ښکېلې خواوې منع کوي.

تېره اونۍ د بې پولې ډاکټرانو پر دغه روغتون هوايي برید ۲۲ کسان ووژل.

د بې پولې ډاکټرانو خیریه بنسټ (ایم ایس ایف) کارکونکي پر دغه روغتون له برید وروسته له کندوز ښاره څخه ووتل او په دې اړه یې د نړیوالو څېړنو غوښتونه وکړه.

له دې مخکې د ملګروملتونو د بشري حقونو د سازمان د شورا مشر ویلي و، که چېرې دا ثابته شي چې پر دغه روغتون دغه هوايي برید په لوی لاس تر سره شوی، دا کیدای شي یو جنګي جنایت وګڼل شي.

امریکايي ځواکونو دا منلې چې د کندوز پر روغتون برید یوه تېروتنه وه. په افغانستان کې مېشت د امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان کمبل د سه شنبې په ورځ ویلي و، چې په دې اړه به کره او بې پرې څېړنه وشي او که چېرې ثابته شي چې بې غوري شوې، نو عاملین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم وايي، چې د کندوز په ښار کې چې درې ورځې د طالبانو په ولکه کې و دولتي ځواکونو له ناټو ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه کړې وه.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان په خپل رپوټ کې د برید پر مهال روغتون کې د طالبانو اړوند وسله والو ډلو شتون رد کړی.

د انځور حقوق

دوی ویلي، چې د هوايي برید پر مهال هلته یوازې د روغتون کار کوونکي او ناروغانو شتون درلود او نور څوک هلته نه وو.

دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي:"باید دا مو په زړه وي چې، د بشردوستانه قوانینو پر بنسټ هر هغه ټپي انسان چې په روغتون کې بستري شوی وي پرته له دې چې د کومې ډلې اړوند دی یا کومې ډلې لپاره جګړه کوي یو غیر نظامي کس ګڼل کېږي."

دغه سازمان غواړي چې دغه پېښه د یوه بې طرفه نړیوال پلاوي له خوا وڅېړل شي.

ورته مطالب