افغان ځواکونو ګرزيوان ولسوالۍ له طالبانو بېرته نېولې ده

Image caption چارواکي وايي په دغو بریدونو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او افغان ځواکونو ته کوم تلفات نه دي رسېدلي.

د افغانستان شمالي ولايت فارياب چارواکي وايي افغان ځواکونو د دې ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته نيولې ده.

د ګرزيوان ولسوال بي بي سي ته ويلي، وسله والو طالبانو د ۴۸ ساعتونو لپاره ياده شوې ولسوالۍ او شاوخوا ځينې نورې سيمې تر ولکې لاندې لرلې.

دی وايي "اوس مهال وسله وال طالبان او ورسره تړلې ډلې له سيمې د تښتې په حال کې دي او ډېر ژر به د دې ولسوالۍ نورې برخې هم له وسله والو جنګياليو پاکې کړي".

ښاغلي کاکړ زياته کړه چې د دې ولسوالۍ په ځينو برخو کې ولسي وکړي په خپلو شخصي وسلو له طالبانو سره جنګېدلي، دی وايي تر اوسه د دې ولسوالۍ له ۶۰ سلنه ډېره برخه د افغان ځواکونو تر ولکې لاندې ده.

د ده په وينا په دغو بریدونو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او وايي افغان ځواکونو ته تلفات نه دي رسېدلي.

بل خوا تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په يوه خبري ناسته کې د افغان ځواکونو له خوا د دې ولسوالۍ د بېرته نيولو کېدو خبر هم تاييد کړې دی.

دی وايي په فارياب ولايت کې د دښمن فعاليتونه ډېر شوي او افغان ځواکونه د امنيتي پروګرامونو د عملي کولو لپاره کار کوي.

د ده په وينا اوس ټول هڅه کوي چې په فارياب ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وشي او نور وسايل دې په واک کې ور کړل شي.

څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د فاریاب ولايت په مرکز ميمنه بريد کړی و چې د افغان ځواکونو له خوا په شا وتمبول شو.

ورته مطالب