"د کندوز جګړه هره ورځ د ۳ میلیون ډالرو زیان لامل شوې"

د انځور حقوق AP
Image caption د رسمي شمېرو پربنسټ، له جګړې مخکې په کندوز ولایت کې شاوخوا اوه زره دوکانونه، پنځه سوه تجارتي شرکتونه او تر پنځوسو ډیرو تولیدي فابریکو فعالیت درلود.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي د کندوز ولایت سقوط او روانې جګړې د دې ولایت اقتصاد ته شاوخوا درې میلیونه ډالره تاوان رسولی دی.

د سوداګرۍ خونه وايي چې په سلګونه دوکانونه، یوشمېر مارکیټونه او تجارتي ګودامونه سوځېدلي دي او د دې تاوانونو جبرانول بې له دولتي مرستې ناشوني دي.

نن د کندوز د جګړې دیارلسمه ورځ ده، خو له څو کوچنیو دوکانونو پرته نور خصوصي، تجارتي او ترانزیتي فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي په کندوز کې د جګړې دوام، له دې ولایت نه د زرګونو کورنیو تېښته هره ورځ د دې ولایت اقتصاد ته شاوخوا درې میلیونه ډالره تاوان اړوي.

د کندوز ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د دارالانشا رئیس سعد الله حقیار بي بي سي ته وویل دغه اقتصادي زیان کولای شي د نور ګاونډیو ولایتونو پر اقتصاد هم مستقیم اغېز وکړي:

"له کندوز نه چې موږ کومې شمېرې لرو شاوخوا ۶۵۰۰ دوکانونه په کندوز کې فعال دي، او شاوخوا ۵۰۰ وړو او لویو کمپنیو هلته فعالیت کاوه، خصوصي بانکونو هلته فعالیت کاوه، شاوخوا پنځوسو وړو او لویو فابریکو هلته فعالیت درلود، نو موږ چې په اوسط ډول ورته حساب وکړو شاوخوا یو نیم میلیون ډالره هره ورځ دې بنسټونو هلته عاید درلود، چې اوس یې له لاسه ورکړ، او هر ورځ زیانمن کیږي خصوصي سکتور، که موږ زراعت، مالداري او ټرانزیټ هم ورسره حساب کړو نو خصوصي سکتور او د کندوز خلک هره ورځ شاوخوا ۳ میلیونه ډالره زیانمنیږي."

د انځور حقوق EPA

ښاغلی حقیار وايي د دغې جګړې په جریان کي زیات شمیر سوداګرو خپله پانګه له لاسه ورکړې ده چې څو لسیزې يې د دې پانګې د پیدا کولو لپاره کوښښ کړي وو:

"کومه شمېره چې موږ لرو تر اوسه شاوخوا ۵۰ دوکانونه سوځول شوي دي، چې په اوسط ډول ورته حساب وکړو، په هر دوکان کې د سلو زرو نه نیولې تر یوسلو پنځوسو زرو ډالرو پورې پانګه وه، د خلکو تجارتي ګودامونو ته اور اچول شوی. زما په نظر کوم مارکیټونه او دوکانونه چې سوځول شوي دي، شاید دې خلکو په ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې دا پانګه پیدا کړې وي، چې په یوه شپه يې له لاسه ورکړه، د دې جبرانول په یوه میاشت یا څو میاشتو کې ډیر ستونزمن کار دی، هغه خلکو ته چې دغه تاوان اوښتی، که حکومت ورسره مرسته ونه کړي فکر نه کوم چې په یوازې سر دې دغه تاوان جبران کړي."

د جکړي له پیلېدو سره زیات شمېر سوداګر او صنعت کاران اړ شول چې کندوز ښار پرېږدي، کابل یا هم ګاونډیو ولایتونو ته پناه یوسي.

خو یو له دې صنعت کارانو نه حاجي محمد خان حقخوا چې په سلګونه افغانۍ پانګونه يې پر کرنیزو ماشینونو کړې ده اوس هم په کندوز کې دی.

د نوموړي د فابریکې له فعالیتونو نه یو هم د اوړو د تولید د فابریکي د ډبرو تیره کول دي. ښاغلي حقخوا وايي که ډېر ژر خپل کار شروع نه کړي، نو داسي وېره ده چې په ډیرو ولایتونو کی به د اوړو د تولید فابریکې ودریږي.

د انځور حقوق epa

د کندوز ولایت سوداګرو او صنعت کارانو په دې وروستیو ورځو کې د خپلې ستونزې د حل لپاره د ملي یوالي حکومت ته لاس غځولی وو او دولت هم په کندوز ولایت کې د مالي زیانونو د څېړنې لپاره یو پلاوی ګمارلی دی.

په کندوز کې سوداګر او صنعت کاران وايي که په دې ولایت کي جکړه ژر بنده نه شي، په راتلونکو اوونیو کي به اقتصادي تاوانونه دوه برابره یا هم څو چنده ډېر شي.

د انځور حقوق epa

ورته مطالب