د افغانستان دوو خصوصي رسنیو ته د طالبانو ګواښ

د انځور حقوق AP
Image caption طالبان: تر دې وروسته، ددغو تلوېزیونونو هېڅ کارکوونکی، خبریال، دفتر او خبري ټیم مصونیت نه لري

طالبانو د افغانستان دوو خصوصي تلوېزیوني شبکو ته د پوځي برید ګواښ کړی او وايي چې خبریالان او چارواکي یې نور خوندیتوب نه لري.

دغې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ـ چې د طالبانو د نظامي کمیسیون له خوا لاسلیک شوې او د طالبانو پر وېبپاڼې خپره شوې ـ ویلي، "طلوع نیوز" او "یک" تلوېزیون خپل خبریالان د کندوز جګړې د پوښښ لپاره استولي وو.

طالبانو په اعلامیه کې لیکلي، د طالبانو لاس ته د کندوز ښار له لوېدو وروسته، دغو دواړو خبري شبکو د کندوز د پوهنتون ښځینه لیلیه کې پر نجونو د طالبانو له لوري د "جنسي تېري" دروغجن خبرونه خپاره کړل.

په اعلامیه کې راغلي، دا خبر داسې مهال خپور شو، چې د پوهنتون لیلیه د لوی اختر له کبله رخصت شوې وه او هلته هېڅوک هم نه وو.

طالبانو پخپله اعلامیه کې لیکلي: "تر دې وروسته ددغو تلوېزیونونو هېڅ کارمند، خبریال، دفتر یا د خبري رپوټونو ټیم مصونیت نه لري."

اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د طالبانو نظامي کمیسیون تر خپل امر لاندې کسانو ته امر کړی چې د دغو دوو تلوېزیونونو ټول خبریالان او کارکوونکي "پوځي هدف" دي او له هغوی سره به د "دښمن" په توګه چلند کېږي.

ظاهراً دا رسنیو ته د طالبانو لومړی جدي ګواښ دی، چې د رسمي اعلامیې په خپرولو سره یې هغوی ته د پوځي هدف خطاب کړی دی.

د "موبي" رسنیزې ډلې- چې طلوع یې هم یوه برخه ده - مشر سعد محسني پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: "په ویاړ سره وایم چې زموږ همکاران تل له وېرې پرته بې طرفانه رپوټونه ورکوي. موږ له هېڅ ډلې وېره نه لرو".

ددغو دواړو تلوېزیونونو چارواکو د طالبانو د دغه ګواښ په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده، خو د افغانستان د آزادو رسنیو د څار ډلې (نی) مشر صدیق الله توحیدي بي بي سي ته د طالبانو د اعلامیې په اړه اندېښنه وښوده او دا یې یو "ترهوونکی" عمل وباله:

"د رسنیو پر وړاندې هر ډول ګواښ ته د جنګي جرم په توګه کتل کېږي، ځکه چې رسنۍ او ناپوځي بنسټونه پوځي نه دي".

ښاغلي توحیدي زیاته کړه: "طالبان باید پوی شي چې د رسنیو کارکوونکي مسلکي او بې پرې کار کوي. که چېرې دوی ددغو رسنیو پر رپوټونو نیوکه لري، نو د اعلامیې له لارې به یې رد کړي وای، نه دا چې نا پوځي کسان، چې یوازې قلم او کامره یې په لاس کې وي، وګواښي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوسمهال افغانستان کې لسګونه تلوېزیونونه، راډیوګانې او خپرنۍ فعالیت کوي

نوموړي د طالبانو دغه ګواښ د افغانستان د ټولو رسنیو پروړاندې ګواښ وباله، چې په وینا یې "د افغانستان حکومت مکلف دی چې د رسنیو مصونیت، امنیت او ساتنه په جدي توګه خوندي کړي".

طالبانو پخپله اعلامیه کې ویلي نورو ټولو "بې پرې رسنیو ته" درناوی لري، خو د هغو رسنیو پر وړاندې به طالبان بې تفاوته پاتې نه شي چې د اعلامیې په ټکو "له دین او هېواد سره د دښمنۍ ملاتړ کوي او دروغ خپروي".