افغان چارواکو د بالابلوک ولسوالۍ سقوط رد کړ

د انځور حقوق afp
Image caption د فراه والي محمد آصف ننګ وايي د بالابلوک ولسوالۍ مرکز د افغان امنيتي ځواکونو په ولکه کې دی

وسلوالو طالبانو ادعا کړې چې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ مرکز یې نیولی، خو سیمه يیز چارواکي دا ادعا ردوي.

دوی وایي له تېرو نهو ورځو راپدېخوا په سیمه کې نښتې روانې دي او تر اوسه د دې ولسوالۍ مرکز د امنیتی ځواکونو په ولکه کې دی.

د طالبانو يوه ویاند بي بي سي ته ادعا کړې چې د دغې ولسوالۍ مرکز یې له پخوا کلابند کړی و او تېره شپه د طالبانو لاس ته کيوت.

خو د فراه والي محمد آصف ننګ ويلي دوی یوازې د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کی یوه پوسته تیره شپه له لاسه ورکړې او په وینا یې امنیتي ځواکونه د بالابلوک ولسوالۍ په مرکز کې شتون لري.

ښاغلي ننګ نن سهار (چارشنبه، ۱۴ اکتوبر) بي بي سي ته وویل چې دی پخپله له سرتېرو سره يو ځای د بالابلوک ولسوالۍ په مرکز کې دی.

د فراه سیمه يیز چارواکي مني چې له تېرو نهو ورځو راهیسې په سیمه کې جګړې روانې دي.

طالبان وایي په دې ترڅ کې یې امنیتي ځواکونو ته تلفات وراړولي او دوی ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.

حکومتي چارواکي هم ورته ادعا لري او وایي طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او په تیرو نهو ورځو کې یوازې درې افغان سرتېري وژل شوي دي.

خاک سفید

څو ورځې وړاندې طالبانو د فراه د خاک سفید ولسوالۍ د نیولو ادعا هم وکړه، خو سیمه يیزو چارواکو وویل دوی ځکه د دغې ولسوالۍ مرکز پریښود چې په خوندي سیمه کې یې ولسوالۍ ته نوې ودانۍ جوړه کړې وه.

فراه د افغانستان په لویدیځ کې ناامنه ولایت دی چې له ځینو ولسوالیو نه یې تل د جګړو او نښتو راپورونه ورکول کیږي.

په فراه کې یوازې د خاک سفید او بالابلوک ولسوالۍ ناامنه نه دي، بلکې کله ناکله د ګلستان، بکوا او پشت رود ولسواليو نه هم د ورته نښتو راپورونه ورکول کیږي.

ویل کیږي په فراه کې ناامنيو پر ګاونډیو سیمو هم اغیز کړی دی.

دغو ناامنيو په دوو څنګلورو ولایتونو هرات او نیمروز کی هم د شینډنډ او خاشرود ولسوالۍ د ګڼو امنیتي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ورته مطالب