''افغانستان کې د نشه يي توکو توليد ۴۸ سلنه کم شوی''

د انځور حقوق Getty
Image caption ملګري ملتونه او افغان حکومت وايي د ۲۰۰۹ کال راهیسي دا لومړی ځل دی چې د کوکنارو په کښت کمی راغلی دی

د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو اداره (UNODC) وايي د تېر کال په پرتله سږکال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۱۹ سلنه او په تولید کې يې ۴۸ سلنه کموالی راغلی دی.

د دغې ادارې سیمه ییز مشر اندرې افتسین نن (چارشنبه، ۱۴ اکتوبر) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په شمالي ولایتونو کې د ناامنيو له امله بیا د تاریاکو کښت ډیر شوی دی.

دغه اداره وايي هلمند ولایت بیا هم د افغانستان په کچه د تریاکو تر ټولو ډیر تولیدونکی ولایت دی چې د ټول هیواد ۴۷ سلنه تریاک یوازې په همدې ولایت کي کرل کیږي.

احمدشاه انګار په خپل راپور کې د دغې ادارې د موندنو پر بنسټ وايي د ۲۰۰۹ کال راهیسي دا لومړی ځل دی چې د کوکنارو په کښت کمی راغلی دی.

نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت او د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې یوه ګډه سروې ښيي چې سږکال په افغانستان کې ۳۳۰۰ ټنه تریاک تولید شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په تېر يوه کال کې يې د نشه يي توکو ۱۶۰۰ قاچاق کوونکي نيولي دي

د مخدره موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل دا سروې ښيي چې د کوکنارو په کښت کي ۱۹ سلنه او په تولید کي ۴۸ سلنه کموالی راغلی دی.

اغلې عظیمي دارنګه زیاته کړه چې د تاریاکو د کښتونو په له منځه وړلو کې ۴۸ سلنه ډیروالی راغلی خو د امنیتي ځواکونو په مرګ ژوبلې کې بیا ۵۰ سلنه کمښت لیدل کیږي.

ميرمن سلامت عظيمي وايي: ''د تیر کال په پرتله د کوکنارو په کښت کی ۱۹ سلنه کموالي راغلی، د تولید په برخه کي د تیر کال په پرتله ۴۸ سلنه کمښت راغلي. دا له ۲۰۰۹ کال راهیسې لومړي ځل دی چې دومره ډیر کمښت ليدل کېږي.''

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره مبارزې مرستیال باز محمد احمدي وايي، د کورنيو چارو وزارت سږ کال ۴۵ ټنه مخدره توکي نیولي دي.

ښاغلی احمدي زياتوي په همدې موده کې يې د نشه يي توکو شاوخوا ۱۶۰۰ قاچاق وړونکي هم نیولي دي:

''په تېر يوه کال کې مو د هيروینو جوړولو ۱۲ فابريکې له منځه وړي، ۲۰۴ ميله وسلې مو نیولي او ۳۳۳ موټر مو هم په دې تړاو نيولي دي.''

د انځور حقوق Getty
Image caption افغان چارواکي وايي د تریاکو د کموالي یو لامل د معیشت بدیل پروګرامونو پلي کول دي

د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې سیمه ییز مشر ادرې افتسین وايي د افغانستان د مخدره توکو ستونزه نړیواله ده، او د مبارزې لپاره يې باید افغان دولت او نړیواله ټولنه په ګډه کار وکړي.

ده زیاته کړه که څه هم هلمند په افغانستان کې د تریاکو د تولید په سر کې ځای لري، خو بیا هم د تریاکو په کښت کی ۱۶ سلنه کموالی په کې راغلی دی.

''دا روښانه خبره ده چې په دې برخه کي پرمختګ یوازې هغه وخت کیږي چې افغان دولت او نړیوالو ټولنه په ګډه کار وکړي. د ننني کنفرانس موخه دا ده چي تاسو ته خبر درکړای شي چې د ۲۰۱۵ کال د کوکنارو د کښت سروې ښيي چې د کوکنارو په کښت او د تاریاکو په تولید کي د پام وړ کموالی راغلی دی.''

افغان چارواکي وايي د تریاکو د کموالي یو لامل د معیشت بدیل پروګرامونو پلي کول دي.

د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې په وینا دا چې دا شمېرې ثابتي نه دي، نو افغان دولت او دغه اداره باید په ګډه کار وکړي چې نور هم د کوکنارو په کښت کې کموالی راولي.

دوی هيله ښيي چې د امنیتي حالت له ټيکاو سره به د مخدره توکو سره مبارزه لا اغېزمنه شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption هلمند د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د افغانستان نژدې نيمايي کوکنار په کې کرل کېږي

ورته مطالب