غرختونکې جینکۍ

Image caption د صدیقې لومړنی سفر شمالي ولایت پنجشیر ته و له نورو نارینه غرختونکو سره ، خو چې راستنه شوه کورنۍ او همکارانو یې اتله وبلله.

د جینکو یوه وړه ډلګۍ خو د هېواد لپاره يې د خپل ډول کمسارې بلل کیږي.

په غرني هیواد کې دغره ختلو دود ته د ودې ورکولو لپاره یې ملاتړلې ، د نجونو دیارلس کسیزه ډله د زړه په زور خپل ذوق خړوبوي او هیله یې داده چې ګوندې یوه ورځ اتلانې شي .

یوه په کې تر نورو ځانګړې ده ، صدیقه نورستانۍ چې په ۲۰۰۵ کال کې یوازېنۍ ښځينه افغانه غره ختونکې وه ۱۳ کلنه وه ، پلار يې عبدالله نورستانی چې ددغه ورزش پخوانی لوبغاړی و لور یې هڅوله چې دده لاره ونیسي.

د صدیقې لومړنی سفر شمالي ولایت پنجشیر ته و له نورو نارینه غرختونکو سره ، خو چې راستنه شوه کورنۍ او همکارانو یې اتله وبلله.

هغې ته ایټالوي روزونکو غره ختل ورزده کړل څه موده په کابل او بیا دیوې مودې لپاره ایټاليي ته لاړه ، چې راستنیده نو نور سفرونه يي غرونو ته وکړه ، ستړې نه شوه او لايي پسې دغره مزل ته تنده ډیره شوه.

Image caption په ۲۰۱۲ کال کې صدیقه یو بل پړاو ته ورسيده اوس نو یوازې لوبغاړې نه دافغانستان دغره ختونکو دفدراسیون مشره شوه

په ۲۰۱۲ کال کې صدیقه یو بل پړاو ته ورسيده اوس نو یوازې لوبغاړې نه دافغانستان دغره ختونکو دفدراسیون مشره شوه ، او نارینه و سره په خوا کې يي ددې خواري پیل کړه چې نورې جینکۍ هم دغرونو دلارې ملګرې کړي ، دغه هیله یې هم پوره شوه اوس دغره ختونکو جینکو یو ټولګی ورسره دی او دا یې سرداره ده.

په دې ډله کې څلور نجونې د نورستان دوه یې د ننګرهار یوه د میدان وردګ د بدخشان مزار او کابله یو ځای شوي، کم عمره یې ۱۶ کلنه ننګرهارۍ ای نور ده او د نورو عمرونه د شلو او پنځه ویشتو کلونو ترمنځ دي، دوی کومه مالومه تنخوا نه لري ، خو هره یوه یې په غرونو میېنه ده او غواړي له دې ورزش سره خپل تړلي ارمانونه پوره کړي.

Image caption د ۲۳ کلنې صدیقي هیلې په وسایلو پورې هم نه دي تړلي، د ټیکاو لپاره زړه خوړینې ده او دهغې ورځې خوب ته مسکه ده چې هېواد یې بې جګړې وي خپل کلي نورستان ته لاړه شي او په لوړو غرونو کې بې ډاره ساه واخلي

دغه غرختونکې جینکۍ په وروستي سفر کې د پنجنشیر په میر سمیر سیمه کې په ۵۰۳۰ متره غره وختې ، صدیقي چې ددغه سفر کیسه بي بي سي ته کوله ویې ویل ټولې نجونې دغره لوړې څوکې ته په ختو دومره خوشاله وې چې هرې یوې یې خپل ملي بیرغ په ژړا ښکل کړ او د خوښۍ چیغې یې وهلې دوئ چې بیرته له غره ستنېدې ځینې په کې ټپي هم وې زهرا نورستانۍ په کې پښه ژوبله کړې وه .

دغه سفر یوې بهرنۍ موسسې تیار کړی و ، د غره ختونکو د افغان فدارسیون مشره که دخپلې ډلې هوډ نه ماتیدونکی یادوي ، ورسره د شته اسانتیاو پر پوښتنه غلې کیږي ، وايي هغوی چې سفر یې ورته چمتو کړی و، وسایل يې ورکړی و بیرته یې ترې اخستي او له خپلو امکاناتو نشی کولی دا ډول سفرونه تیار کړي.

د ۲۳ کلنې صدیقي هیلې په وسایلو پورې هم نه دي تړلي، د ټیکاو لپاره زړه خوړینې ده او دهغې ورځې خوب ته مسکه ده چې هېواد یې بې جګړې وي خپل کلي نورستان ته لاړه شي او په لوړو غرونو کې بې ډاره ساه واخلي، د هغې راتلونکی ازمایښت د نړۍ دتر ټولو لوړې څوکۍ اوریسټ لپاره هم تیار دی چې په نیپال کې ده او دا د ورتلو لیواله ده.