د کابل – کندهار لویه لار پرانیستل شوه

Image caption دغه لار په غزني ولایت کې د نښتو او جګړو له کبله تړل شوې وه.

په داسې حال کې چې د کابل – کندهار لویه لار له تېرو درو ورځو راهیسې د سلګونو موټرو پرمخ تړل شوې وه، د چارشنبې په ورځ ناوخته بېرته پرانیستل شوې ده.

وسله وال طالبان وايي، له تېرو درو ورځو راهیسې د کابل – کندهار لویه تړل شوې لار یې بېرته د سلګونو موټرو پر مخ پرانیستې ده.

دغه لار په غزني ولایت کې د نښتو او جګړو له کبله تړل شوې وه.

په غزني کې تېرې درې ورځې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

Image caption د لارې د بندېدو له کبله د غزني ښار اړوند شهباز سیمه کې نژدې دوه نیم زرو مسافرو او لارویانو اړولي وو.

په غزني ښار کې داسې وېره وه، چې ګني طالبان پر ښار په ډله ییز ډول بریدونه کوي، همدا وو چې ښار وتړل شو او هټیوال او ډېری اوسېدونکي یې تر ډېره خوندي ځایونو ته ووتل.

د لارې د بندېدو له کبله د غزني ښار اړوند شهباز سیمه کې نژدې دوه نیم زرو مسافرو او لارویانو اړولي وو.

ددغې لارې یو مسافر چې په موټر کې یې انګور بار کړي وو، بیي بي سي ته وویل، که لاره خلاصه نه وای نو زیات زیان به ورته رسېدلی وای: ''له وړمې ورځې سهار راهیسې لاره بنده ده په موټر کې مې انګور رابار کړي. موټر مې دلته درېدی و، که لاره نه وای پرانیستل شوې، نو ډېر مالي زیان به مې کړی وای.''

Image caption غزني ښار کې وېره دا وه چې طالبان د کندوز په څېر پر ښار لوی بریدونه کوي

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي بي بي سي ته ویلي و

''وړمه ورځ د غزني ښار د نیولو لپاره د طالبانو د وروستي برید ورځ وه. هغوی د شپې له دوو بجو د ورځې تر دوو بجو پورې له ټولو امکاناتو سره سره میدان ته راووتل، خوله دې امله چې امنیتي تدابیر نیول شوي ول، ویې نه شوای کولای څه وکړي. په مقابل کې دویئ دوه اویا کسه وژل شوي، چې ۲۰ کسان یې په هوايي برید کې ووژل شول. اوس چې ستونزه له لرو دا ده د غزني - کندهار په لاره د شهباز په سیمه کې جګړه روانه ده او ښار ته څېرمه سیمو کې ملکي تلفات هم لرو''.

جګړه

بل خوا، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې ویناپاڼه کې ویلي، له تېرو درو ورځو راهیسې د غزني په مرکز، شلګر ولسوالۍ، قرباغ، آب بند او جغتو ولسوالیو کې جګړه روانه ده.

Image caption موټر چلوونکو ویل، که چېرې لاره همداسې بنده پاتې شي، ددوی مالونه به خراب شي او ډېر زیان به وویني.

نوموړی ادعا کوي چې په دې جګړه کې یې د حکومت ۱۳ ټانکونه ویجاړ کړي او ګڼ پولیس یې وژلي دي او ټپیان کړي دي.

دی وايي، په جګړه کې د طالبانو یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

ورته مطالب