اشرف غني: امریکا باثباته افغانستان پخپله ګټه بولي

اشرف غني
Image caption ولسمشر غني په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پاتې کېدو خوښي ښوولې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې تر ۲۰۱۶ کال وروسته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له لوري د امریکايي ځواکونو د پوځي حضور د تایید په تړاو ویلي، امریکا باثباته افغانستان د نړۍ او خپلو ګټو خوندي کوونکی بولي.

نوموړی وايي، امریکا په افغانستان کې د پوځي حضور په اوږدولو سره، د افغانستان له اقتصادي برخې او حکومتولۍ سره خپلې همکارۍ ته ژمنه ده.

ولسمشر غني د اوباما له وینا وروسته، د افغانستان له کابینې سره هم خبرې کړې، چې وايي تر دې وروسته د امریکا پام افغانستان کې د افغان ځواکونو پر روزنې، تجهیز او ملاتړ ورټول دی.

ښاغلي غني دا هم ویلي، چې امریکا او افغانستان مشترګې ګټې لري او کابل له پراخ لیدلوري او د امریکا د همکارۍ په صورت کې له افغانستان سره مرسته کولی شي چې دا هېواد یوځل بیا د ترهګرو پر مرکز وانه وړي.

ولسمشر غني په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پاتې کېدو خوښي ښوولې ده.

ده ویلي، د افغانستان خلک له لویې سیمه ییزې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي، خو د ترهګرو ځالې له هېواد بهر دي.

دی پر دې اند دی چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جنګي ماموریت په ختمېدو سره ترهګریز بریدونه ډېر شوي، چې وړاندې یې هم د ډېرېدو اټکل کېده.

دی وايي، په تېر یوه کال کې افغانستان کې ۲۵ امریکايي پوځيان وژل شوي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې په ۲۰۱۵ کال کې د امریکايي ځواکونو شمېر ثابت دی، خو اټکل دا و چې د روان کال تر پایه دا شمېر زرو ته راټیټ شي، چې دنده به یې یوازې د امریکايي دیپلوماتیکو مرکزونو ساتنه وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر غني ویلي، په پام کې ده چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف امریکا ته سفر وکړي او له امریکايي چارواکو سره په کتنه کې به د امریکا ټینګار دا وي چې پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه نور ختم شي

د امریکا د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې له مخې، د افغانستان په کابل، کندهار، جلال آباد او خوست ولایتونو کې امریکايي ځواکونه پاتې کېږي، چې له افغان ځواکونو سره به همکاري کوي.

خو طالبانو په دې ناخوښي ښودلې او دا یې د امریکا د جنګي سیاست یوه بېلګه بللې ده.

ولسمشر غني ویلي، په پام کې ده چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف امریکا ته سفر وکړي او له امریکايي چارواکو سره په کتنه کې به د امریکا ټینګار دا وي چې پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه نور ختم شي، چې دا طالبانو او د هغوی ملاتړو ته له افغان دولت سره د خبرو لپاره پیلولو ښکاره پیغام دی.

ورته مطالب