افغانستان په تېرو شپږو مياشتو کې د ۴۰۰ ميليون ډالرو درمل وارد کړي

Image caption د افغان چارواکو په وينا د اړتيا وړ ډېری درمل له بهره واردوي

د افغانستان روغتيا وزير فيروز الدين فيروز وايي هېواد يې په تېرو شپږو مياشتو کې د ۴۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت درمل له بهره افغانستان ته وارد کړي دي.

ښاغلي فيرزو چې د خپل وزارت د تېر يوه کال د لاسته راوړنو په اړه يې راپور ورکاوه وويل، په دغه اندازه درملو کې ۴۵ سلنه له پاکستان، ۲۵ سلنه له هند او ۱۵ سلنه له ايران وارد شوې دي.

دی وايي د ښه کيفيت لرونکو درملو د واردولو لپاره ۱۰۰۰ شرکتونه چې د روغتيا وزارت سره ثبت شوي وو وڅېړل شول، چې یوازې ۲۰۰ شرکتونو يې د ښه کيفيت لرونکي درمل واردول.

ښاغلي فيروز وويل چې د درملو د واردولو د څارلو لپاره يې يو نوی پلان وړاندې کړی او د درملو د کيفيت کنټرول لپاره يې په لويو او سرحدي ولايتونو سربېره کابل کې مرکزونه جوړ کړي دي.

ده په همدې ډول د روغتيا وزارت د خدمتونو ټيټوالی او د مرکزونو خرابوالی هغه مشکلات وګڼل چې دوی ته له پخوا په ميراث پاتې دي.

ښاغلي فيروز وويل د روغتيایي خدمتونو شخصي برخې په ښه ډول وده نه ده کړې او دوی به هڅه وکړي چې دا برخه په سټنډرډ ډول وده وکړي چې د دې لپاره اوږده لار په مخ کې ده.

له دې وړاندې افغان چارواکو ويلي وو چې روغتيا برخه کې ۹۸ سلنه وسايل له بهره واردوي چې ډېری يې له همسايه هېوادونو دي.

د افغانستان د روغتيا بازار ټولې غوښتنې له قانوني لارې نه پوره کېږي له ۲۰ تر ۲۵ سلنه درمل د قاچاق په ډول له پاکستان او ايران واردېږي.

د چارواکو په وينا د درملو قاچاق د روغتيا وزارت لپاره يو لوی مشکل دی، چې له دې لارې کېدای شي وخت تېره او بې کيفيته درمل وارد شي.