''پاکستان د افغان سوداګرو ۳۰۰ لارۍ درولې دي''

د انځور حقوق
Image caption د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي د پاکستان دا اقدام د ايټا له ترانزيتي تړون سره په ټکر کې دی

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي شاوخوا ۳۰۰ لارۍ چې د افغانستان صاداراتي توکي په کې بار دي په تورخم دروازې کې درول شوي دي.

دوی وايي د پاکستان سفارت دغو لاریو ته له دروازې د تېرېدو اجازه لیکونه نه ورکوي.

د سوداګرۍ خونه وايي په زیاتره دغو لاریو کې تازه مېوې بار دي نو ځکه یې سوداګر او باغ لرونکي اندېمښمن کړي دي.

دغه خونه وايي په افغان صادراتي توکو بار دغه لارۍ له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په تورخم کې ولاړې دي.

د اسلام آباد او کابل ترمنځ د ایټا تړون له مخې باید د افغانستان بار وړونکو لاریو ته اجازه لیکونه ورکړای شي.

د تړون له مخې پاکستانۍ لارۍ کولای شي پاکستاني صادرات د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ورسوي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي د پاکستان دا اقدام د ايټا له ترانزيتي تړون سره په ټکر کې دی.

ده د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د افغان سوداګرو لاريو ته اجازه ورکړي د پاکستان په خاوره کې خپل هدف ته ځان ورسوي.

ښاغلی الکوزی وايي په افغانستان کې د پاکستان سفارت چارواکو ورته ويلي چې ''افغان حکومت د سفارت هغو کارکوونکو ته د کار ویزې نه دي ورکړي چې دغه اجازه لیکونه صادروي.''

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات دغه ادعا رد کړې ده، ويلي يې دي د هیڅ پاکستاني دیپلومات ویزه نه ده ځنډول شوې.

ورته مطالب